د لاس رسي وړ اتصالات

مومند: ترهګر له پاسپورت سره پر تورخم نه تیریږي


ښاغلی مومند پر تورخم د دروازو جوړول تیروتنه بولي
ښاغلی مومند پر تورخم د دروازو جوړول تیروتنه بولي

ښاغلی رستم شاه مومند، په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي چې افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره د سلو کالو نه زیات وخت کیږی چې د خلکو ترمنځ خلاصه ده او دا د هغه وخت نه ولسونو ترمنځ د تگ راتگ وسیله ده چې کله پاکستان لا جوړ شوی هم نه و.

رستم شاه مومند وايي چې تورخم د کرښې دواړه خوا ته پروتو ولسونو د تگ راتگ لاره ده
رستم شاه مومند وايي چې تورخم د کرښې دواړه خوا ته پروتو ولسونو د تگ راتگ لاره ده

د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ښاغلي رستم شاه مومند ویلي دي چې د پاکستان دا دریځ چې دوي د ترهگرو د مخنیوي دپاره په تورخم دروازه لگوي او خلکو ته به یوازې د ویزو د لرلو په صورت کې اجازه ورکوي،د یو لنډ فکر او نظر فیصله ده. هغه وايي چې ترهگر ویزو او اجازو ته ضرورت نه لري او د دواړو ملکونو ترمنځ لسهاو داسې لارې شته چې ترهگر پرې تېریدی شي.

رستم شاه مومند وايي چې یو خوا پاکستان د افغانستان د لارې منځنۍ اسیا سره د اقتصادي اړیکو او بریښنا او گازو د پروژو خبرې کوي او بلخوا لارې بندوي، چې دا یو بل سره په ټکر کې راځی. هغه وايي چې پاکستان چې افغانستان سره په گډه پوله هر ډول تعمیرات او تاسیسات جوړوي نو باید د افغانستان په مشوره دې وکړي چې داسې خوا بدۍ او شخړې رامنځته نشي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:19 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG