د لاس رسي وړ اتصالات

ډونلد ټرمپ عمر متین ته ښکنځل وکړل


د جمهوري غوښتونکو ګوند احتمالي کاندید ډونالد ټرمپ د ټکساس په ایالت کې په یوه غونډه کې عمر متین ته ښکنځل وکړل. عمر متین د فلوریډا د ایالت د اورلنډو په ښار کې د همجنسبازانو په یوه کلب باندې برید وکړ، ۴۹ کسان یې ووژل ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل،

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ د خپلو پلویانو یو غونډې ته وویل چې که د خلګو سره وسله وای نو دغه "د سپۍ زوی" به په دې نه وای توانیدلای چې دومره ډیر خلګ ووژني.

ښاغلي ټرمپ د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما باندې هم نیوکه وکړه چې د اورلنډو د برید وروسته یې د وسلو د کنټرول مسئله مطرح کړه.

نوموړي زیاته کړه " ولسمشر اوباما هڅه کوي چې ترهګري د وسلو د مسئلې سره وتړي او دا موضوع داسې نه ده. دا موضوع کرکه او افراطیت دی."

ټرمپ پر خپلې ډیموکراتې سیالې هیلري کلینټن باندې هم نیوکه وکړه او خبریالانو ته یې وویل چې هیلري کلینټن غواړي چې امریکا ته د هغو هیوادونو څخه کډوال راولي چې غواړي دلته همجنس بازان ووژني او ښځې غلامې کړي.

ځینو جمهوري غوښتونکو مشرانو د ټرمپ څخه غوښتې دي چې خپله لهجه یو څه نرمه کړي خو هغه د چا خبرو ته غوږ نه ږدي.

XS
SM
MD
LG