د لاس رسي وړ اتصالات

فريده مومند : په نوي ديپلومونو کې ٧ کوډونه کارول شوي

  • نوشابه آشنا

د افغانستان د لوړو زده کړو د چارو وزيرې ډاکتر فريدې مومند اشنا راډيو ته وویل ٧٨ زره نوي ديپلو مونه وزارت ته رسيدلي چې د نورو ځانگړتياو سربيره د مصوونيت ٧داسې کوډونه پکې کارول شوي چې د جعلکارۍ مخه نيسي .

وزيرې فريدې مومند وويل وزارت به د ځانگړي طرزالعمل له مخې دولتي او شخصي پوهنتونونو ته په خپل وخت ديپلومونه توزيع کړي.

فريدې مومند دا هم وويل چې نوي ديپلومونه د پخوا په نسبت په ډير لوړ کيفيت جوړ شوي ، په نړيواله کچه به د اعتبار وړ وي ، او د خاص سريال نمبر په اساس به په خپل وخت توزيع شی.

آغلې مومند زياته کړه په جرمني کې له یو میلیون چاپ شوېو ډپيلومونو څخه٧٨ زره یې د لوړو زده کړو وزارت ته رسيدلي چې يواځې په انگريزی ژبه چاپ شوي دي..

نوشابې اشناد لوړو زده کړو وزارت وزيری سره مرکه کړې او په سر کې يې دديپلوم په ارزښت او نورو جزئياتو ترې پوښتلي دي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG