د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد په روسیې اقتصادي بندیزونه غځوي


دپلوماتیکي سرچینې وایي پرون د سې شنبې په ورځ په بروکسیل کې د اروپايي اتحاد استاځو په دی موافقه کړیده چې د جنورۍ د میاشتې د اخیری پورې به په روسیې باندي د اقتصادي بندیزونو وخت اوږد کړي. خو دغه موافقه لا په رسمي توگه نه دي تایئد شوي. د دغو بندیزونو د وخت د تمدید علت په یوکرین کې د روسیې مداخله ده.

په روسیې د اقتصادي بندیزونو دوه کاله وخت پوره کیدونکې دی. دغه بندیزونه په اصل کې د یوکرین نه د کریمیا د بیلیدو او د روسیې د خاورې سره د هغې د ضمیمه کیدو نه ورسته ولگول شول. خو اوس زیاتره اروپايی هیوادونه په دی نظر دي چې په روسیې باندې دې دغه بندیزونه نرم کړی شي. روسیه د اروپا مهم تجارتي ملگرې هیواد دی.

د بروکسل د سفیرانو د دغې پریکړې نه ورسته د فرانسیې او برطانیې د مشرانو تائید ته انتظار دی. د دغه دواړو هیوادونو وزیرانو د خپل خپل ملک د پارلیمان نه د دغه بندیزونو په هکله د څرگندونو غوښتنه کړي ده. د یادوني وړ ده چې هغوي دغه موافقه نشي فسخه کولې.

د برطانیې او فرانسیې دریځ به د جمعې په ورځ معلوم شي. له بلې خوا ایټالیې ویئلي دي چې اروپایي اتحاد دې د دغې موافقې تائیدول د جون د ٢٩ نیټې په بروکسل کې د اروپايي اتحاد د مشرانو د غونډې پوری وځنډوي.

په بروکسل کې دپلوماتان وایي ، کیدي شي چې د بندیزونو رسمي تائیدیدل وخت ته ضرورت ولري خو په روسیې به خامخا دغه اقتصادي بندیزونه ولگول شي.

XS
SM
MD
LG