د لاس رسي وړ اتصالات

ارجنټاین د امریکا فټ بال کپ فاینل ته ورسید


ارجینټاین د امریکا د فټ بال کپ په سیمي فاینل کې امریکا ته د صفر په مقابل کې په څلور گولونو ماتې ورکولو فاینل ته ورسید.

د امریکا په هیوسټن ښار کې ترسره شوې سیالۍ کې د ارجنټیاین مشهور فټبالر لیو میسي د لوبې زیاتره برخه کې وځلید.نه یوازې چې په فري کیک ېې یو گول وکړ بلکې باقي درې گولونو کې ېې هم ونډه لرله. میسي دې سیالۍ نه پس د ارجینټاین اول لوبغاړی شو چې په یوازې ځان ېې ٥٥ گولونه کړي.

ارجینټاین د امریکا سره سیالۍ کې اول گول د لوبې په دریمه دقیقه کې وکړ.

د ارجینټاین کپتان میسي دویم گول خپله وکړ.دریم گول ورته بیا د لوبغاړي هیگن په مټ ترلاسه شو.

څلورم گول کې بیا ورسره میسي مرسته وکړه او هیگین گول کونکی و.

په ټوله مسابقه کې د امریکا د فټ بال ټیم ونشو کړی چې ارجینټاین د تاثیر نه ځان خلاص کړي او یا د میسي مخه ونیسي.

دا د امریکا او ارجینټاین ترمنځ د فټ بال یوه تاریخي سیالي وه چې کلونه پس د امریکا په یو میدان ترسره شوه. ارجیټاین د امریکا د فټ بال کپ فاینل کې به د کولمبیا او چلي ترمنځ د پنجشنبې د ورځې اتل ټیم سره مخامخ کیږي. دا تېر دریو کلونو کې دریم ځل دی چې ارجینټاین د کپ امریکا فاینل کې لوبیږي.

فاینل سیالي به د دوشنبې په ورځ نیو جرسي ایالت کې وي.

XS
SM
MD
LG