د لاس رسي وړ اتصالات

افغان هندوان او سېکان د ژوند حق او ضمانت غواړي


د جون د میاشتې په پیل کې د کابل د ښار منځ کې یو نفر د جگتر سنگ لغماني د دوکان ته راغی او چاړه ېې ورته ونیوله او وې ویل چې زر کوه مسلمان شه ،گني اوس دې وژنم. خو هلته ولاړو خلک رامنځته شول او دې ېې له مرگه وژغوره.

د رویټرز خبري اژانس وايي دا په افغانستان په هندو او سک اقلیت د شوو حملو یو تازه مثال دی. هغه افغانستان چې یو وخت پکې په زیات شمیر کې هندوان اوسکان اوسیدل. خو اوس ډیر لږ پاتې شویدي .ځکه چې ډیر ېې مذهبي تعصب او زغم د کمي له کبله خپل اصل ټاټوپي پریښودو ته اړه شویدي.جگتر سنگ وايي چې موږ هره ورځ د ویرې په حالت کې تیروو،دلته چې مسلمان نه ېې نو خلک درته د انسان په سترگه نه گوري. هغه نه پوهیږم چې څه به کوو او چرته به ځو.

سکان او هندوان چې له پیړیو پیړیو راهسې افغانستان کې ژوند کوي او تجارت،دوا سازۍ او د پیسو په ورکړه راکړه کې یو ښه شهرت ېې گټلې دی. دا وخت یوازې د یوناني دواخانو په نسبت ېې نوم یادیږي.

کابل کې د هندوانو او سکانو د مړو سوزولو ځای شمشان گاټ تړل کیږي

کابل کې د هندوانو او سکانو د مړو سوزولو ځای شمشان گاټ تړل کیږي

افغانستان کې د هندوانو او سکانو د ملي ټولنې مشر اوتار سنگ وايي چې دا وخت یوازې دوه سوه شل کورنۍ پاتې دي. چې دا شمیر کال ١٩٩٢ کې دوه لکه او شل زره سکانو او هندوانو ته رسیده.پخوا به دوي د افغانستان په قریب هر ولایت کې ژونده کاوه. خو اوس یوازې کابل ،ننگرهار او غزي پورې محدود پاتې شویدي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان اساسي قانون چې د مذهبي اقلیتونو ته ېې پکې د پوره مذهبي ازادۍ ضمانت ورکړیدی .خو بیا هم دلته میشت هندوان او سکان وايي دا اوسنۍ حالت د طالبانو د وخت نه هم بدتر دی. اوتار سنگ وايي چې د طالبانو وخت کې عام خلک د مشکل سره مخ وو چې سخت شرعي امرونه ورباندې عملي کیدل، عام محضر کې غرغرې کیدی، خو دوي نور مشکل نه و،ی یوازې په اوږې د یوې زیړې ټوټې د اچولو امر شوی وه.

خو اوس وايي چې زور واکانو ېې په جایدادنو قبضه کړیده. په مرگ گواښل کیږو،او ورځ تر بلې مو خلک د دې ملکه تیښته کوي.تیره اوونۍ لسهاو هندو او سک کورنۍ د هلمند نه وتلو ته اړ شوې. ځکه چې طالبانو ورته ویلي وو چې هره میاشت به ورته دوه لکه افغانۍ ورکوئ.

سکان او هندوان چې له پیړیو پیړیو راهسې افغانستان کې ژوند کوي

سکان او هندوان چې له پیړیو پیړیو راهسې افغانستان کې ژوند کوي

د رویټرز راپور زیاتوي چې کابل په قلاچې سیمه کې د هندوانو او سکانو د مړو د سوزولو یو مرکز شمشان گاټ دی چې د ستونزو سره مخ دی.ځکه چې د کابل ښار نفوس ورځ په ورځ زیاتیږي او محلي خلک د دې شمشان گاټ خلاف دي او وايي چې باید وران شي او دلته نورې ابادۍ وشي.محلي خلک دا اعتراض هم لري چې کله هندوان او سکان خپل مړي سوزوي نو بد بوی کوي او محلي خلکو ته روغتیايي ضرر رسوي.

خو سکان بیا وايي چې د دوي ضد د افراطي مسلمانانو مخالفت دومره زیات شویدی چې دوي مجبوره شویدي چې خپلې جنازې د پولیسو په حفاظت کې شمشان گاټ ته یوسي.اوتار سنگ وايي چې کله موږ د جنازې سره په لاره تیریږو نو د شمشان گاټ سره نیزدې کور نه مو په تیږو او کاڼو وولي.

د افغانستان د حج او اوقاف د وزارت وايي چې دوي چې څومره له توانه پوره وي د هندوانو او سکان د ژوند د بهترۍ دپاره ېې کوي. د دې وزارت مرستیال ضیاالحق عابد وايي چې دا درسته ده چې جگړو دوي اړ کړي چې افغانستان نه ووځي خو حالت دومره هم خراب نه دی څومره چې دوي ېې بیانوي.هغه وايي چې موږ دوي ته د ښار نه بهر د شمشان گاټ دپاره ځای ورکړیدی،خو دوي ېې راسره نه مني.

زیات شمیر کې افغان هندوان او سکان هندوستان ته تللي خو دوي اوس هم ځان هرچرته پردی احساسوي.

زیات شمیر کې افغان هندوان او سکان هندوستان ته تللي خو دوي اوس هم ځان هرچرته پردی احساسوي.

کابل کې د سکانو او هندوانو یوه مهمه او غټه مسله په لارو کوڅو ازاریدل هم دي. اته کلن جسمیت سنگ وايی چې دی اوس مکتب ته نه ځي، ځکه چې په لار ېې خلک ازاروي .اوس زیاتره سک او هندو کورنۍ خپل بچې مندر او درسمال کې زدکړو

ته استوي او یا ېې غیر دولتي مکتبونو کې داخل کړیدي. حسمیت سنگ وايي چې زه به چې مکتب ته تلم، نو هلکانو به زما د سر پټکۍ کش کوه. ماته به ېې هندو او کافر ویلې او زه به ېې سبق ته نه پریښودم.

په زیات شمیر کې افغان هندوان او سکان خپل مذهبي ټاټوپي هندوستان ته تللي خو دوي اوس هم ځان هرچرته پردی احساسوي.

کابل کې یو سک دوکاندار بلجیت سنگ وايي چې موږ کله هند ته لاړ شو نو هغوي راته افغانان وايي .خو چې دلته راشو نو راته د خارجي په نظر گوري. موږ نه د هند شو او نه د افغانستان.

XS
SM
MD
LG