د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټرفرید هوتک:ډیر برتانویان د اروپايي ټولنې نه د وتلو په فیصله پښیمانه دي


لندن کې د افغانستان او انگلستان د تجارت د گډې خونې مشر ډاکټر فرید هوتک وايي چې د پنجشنبې په ورځ چې انگلستان کې خلکو کوم ریفرنډم یا نظر پوښتنه کې برخه واخیسته او سلو کې پنځوسو نه زیاتو د اروپايي اتحاد نه د انگلستان د وتلو په ملاتړ راېې ورکړه،اوس داسې ښکاري چې زیاتره په خپلې فیصلې باندې پښیمانه دي.

ډاکټر فرید هوتک د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې داسې بریښي چې د انگلستان خلکو دا نه وه حس کړې چې دا فیصله به سمدستي داسې منفي اغیزې ولري، د پونډ قیمت به راټیټ شي، په تجارت او نړیوال بازار به تاثیر وکړي او اروپا سره به ېې اړیکې ضعیفې شي.

هغه دا هم وايي چې اوس د رسنیو د راپورونو نه داسې معلومیږي چې د انگلستان خلک د دې ریفرینډم د فیصلې مقابل کې پارلیمان او یا سترې محکمې ته ورشي او د بدلولو هڅه ېې وکړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:59 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG