د لاس رسي وړ اتصالات

محمود خان اڅکزی : هيچا ته اجازه نه ورکوو چې افغانان په پاکستان کې وځوروي


محمود خان اڅکزې
محمود خان اڅکزې

د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزې وایي هيچاته به اجازه ورنکړي چې پخپله خاوره کې افغانان وځوروي، که افغانان په نورو سيمو کې ځورول کيږي نو پښتونخوا سيمه لويه ده الته دی ورشي ، دوئ د هيڅ افغان لپاره شناختي کارت نه غواړي .

ښاغلي اڅکزي اشناراډيو ته په مرکه کې وويل : دواړه غاړې دې له حوصلی کار واخلي او په خبرو د ې د تورخم موضوع حل کړي که نه کيږي بيا دې نو د دواړو هيوادونه د تورخم مساله چين او امريکا ته پريږدي په دوو اونيو کې به يې حل کړي .

د افغانستان او پاکستان تر منځ د شوې موافقې برخلاف د پاکستان له خوا د تورخم پر کرښه د تاسيساتو جوړول هغه موضوع وه چې ددواړو هيوادونو ترمنځ يې ناندرې په جنگ ، جگړې بدلې کړې ،چې دواړو غاړو ته پکې مرگ ژوبله واوخته.

د تورخم لانجې پسې د پاکستان حکومت له افغانانو وغوښتل تر څو بيرته خپل هيواد ته ستانه شي .

دتورخم کرښه او د مهاجرو ايستل هغه دوه موضوعگانې دي چې نه يواځې دننه په افغانستان کې يې غبرگونونه راوپارول بلکه له پولي آخوا د پښتنو مشرانو لپاره يې هم سر خوږې پيدا کړې .

په همدې دوو موضوعگانو د نوشابې اشنا سره د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:19:52 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG