د لاس رسي وړ اتصالات

د انگلستان د کرکټ لوبغاړو د افغان نجونو دپاره مرستې راغونډې کړې


لندن کې د افغان کنکشن په نوم یوه خیریه موسیسه چې د کال ٢٠٠٢ نه په افغانستان کې د تعلیم ،معارف او سپورت دلارې د ځوانانو د ژوند د بهترۍ دپاره کار کوي، د دې موسسې مشره میرمن ساره فېن وايي چې دوي د افغانستان په مکتبونو کې د کرکټ د میدانونو د جوړلو دلارې هم ځوانانو ته د مثبت مصروفیت دپاره کار کوي. هغه وايي چې دې لړ کې دوي د نجونو په مکتبونو کې د کرکټ پیچونو د جوړولو دپاره د پیسو راغونډې کړیدي.

د افغان کنکشن موسېسې مشره ساره فېن کابل کې د کرکټ د نجونو د ټیم لوبغاړو سره
د افغان کنکشن موسېسې مشره ساره فېن کابل کې د کرکټ د نجونو د ټیم لوبغاړو سره

د پیسو د راغونډولو په دې کمپان کې د انگلستان د بېډفورډ د نجونو د ښونځي یوې شاگردې ایزي گرني همکاري کړیده. پیغلې ایزي گرني د خپل مکتب د نجونو نه د افغان کنکشن دپاره نه یوازې پیسې راغونډې کړيدي،بلکې د پیسو د راغونډولو په دې کمپاین کې د انگلستان د کرکټ د مشهورو لوبغاړو گراهم گوچ او ایلسټر کوک ملاتړ هم ترلاسه کړی.

گراهم گوچ د انگلستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانۍ کپتان او ایلسټر کوک د انگلستان د ټیسټ کرکټ اوسنۍ کپتان دی،دوي دواړو د بېډ فورډ د نجونو سره شریکه د خلکو نه وغوښتل چې افغانستان کې د نجونو د کرکټ سره مرسته وکړي،په لومړۍ ورځ ورته زر پاونډه راغونډ شول او د کمپاین مسوله ایزي گرني وايي چې دوي به د افغانستان په اتیا ښونځيو کې د نجونو دپاره د کرکټ پیچونه جوړوي او دې دپاره به دافغان کنکشن سره شریک سفر کوي.

د انگلستان د کرکټ مشهورو لوبغاړو د پیسو د راغونډولو په دې غونډه کې وویل چې دا دوي دپاره د ویاړ ځای دی چې دوي هغو نجونو دپاره د سپورت دپاره زمینه مساعدوي چې ډیرو سختو کې ژوند کوي.

د بېډ فورډ د نجونو د ښونځي شاگرد ه ایزي گرني او ملگري ېې مرستو راغونډولو کمپاین کې
د بېډ فورډ د نجونو د ښونځي شاگرد ه ایزي گرني او ملگري ېې مرستو راغونډولو کمپاین کې

د افغان کنکشن موسېسې مشره میرمن ساره فېن وايي چې د انگلستان د کرکټ د مشهورو لوبغاړو داسې راوتل او افغانستان د کرکټ سره مرستې دپاره غږ پورته کول به افغانانو ته د دوستۍ یو ښه پیغام هم ورسوي.

میرمن ساره فېن وايي چې د دوي موسېسې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم او ځوان لوبغاړو د روزنې دپاره وخت په وخت پروگرامونه او ورکشاپونه ترتیب کړیدي او اینده به هم دا لړۍ جاري ساتي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG