د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ډرون بریدونو کې د ملکیانو د وژل کیدو راپور خپور کړ


پدې راپور کې چې د خپریدو لپاره یې ډیر انتظار کیده، ویل شویدي چې د ٢٠٠٩ او ٢٠١٥کالونو په منځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د څلور شپیتو نه نیولې تر ١١٦ پورې ملکیان د جګړې د ډګر نه بهر وژل شویدي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وایي د تروریزم ضد تګلاره هغه وخت ډیره د اعتبار وړ وي کله چې پکې هر څه شفاف وي.

ښاغلی ارنست همدرنګه وویل، چې جمهور رئیس براک اوباما به ډیر ژر یو فرمان صادر کړي چې هدف یې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وخت ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د هلو څلو په هکله د لا زیاتو معلوماتو ورکول دي. او کله چې دا مرګ ژوبله پیښیږي، باید چې ثبت شي او خلک پرې خبر شي.

د سپینې ماڼۍ پدې راپور کې یوازې د هغو بریدونو معلومات راټول شویدي چې " عملاً "جګړه پکې نشته، لکه پاکستان، یمن، لیبیا او سومالیا خو د افغانستان، عراق او سوریې په هکله پکې څه ندي ویل شوي.
د بشري حقونو ادارې د سپینې ماڼۍ پدې راپور انتقاد کړی او وایي " امریکا پدې راپور کې دا ندي ویلي چې هغوي پدې بریدونو کې څوک په نښه کوي او ولې" د بشري حقونو اداري ویلي دي چې پدې کار سره د مرګ ژوبلې په هکله دقیق معلومات نشي تر لاسه کیدلی.

د بشري حقونو په ادارې کې د امریکا د ملی امنیت د شورا جګپوړې استازې لورا پیټیر وایي ، که چیرته د هرې پیښې په هکله مشخص جزیات ورنکړل شي" د دې معلومول به ډیره ګرانه وي چې سړی ووایي وژل شوي کسان ملکیان و که نه بل څوک. "
بل پلو د تحقیقاتي ژورنالیزم اداره چې مرکز یې په برتانیه کې دی، د سپینې ماڼۍ د راپور خپریدل یې ستایلي دي او وایي چې دا د جمهور رئیس اوباما د بې پیلوټه الوتکو د "جنجالي " پروګرام په برخې کې د شفافیت لپاره یو ګام دی.

دې ادارې هم د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو د شمیر په هکله د سپینې ماڼۍ معلومات رد کړیدي او وایي چې هغوي د ٣٨٠نه نیولې تر ٨٠١ کسانو پورې د خلکو وژل کیدل ثبت کړیدي.

د تحقیقاتي ژورنالییزم اداره خپل معلومات د محلي او نړیوالو خبریالانو، غیرې دولتي مؤسسو، د حکومت افشا شویو سندونو، د محکمې د کاغذونو او خپلو تحقیقاتو پر اساس راټولوي.
د امریکا د بې پیلوټه الوتکو لومړی برید د ٢٠٠١کال د اکتوبر په میاشت کې د کندهار په ولایت کې وکړ او نږدې و چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر پکې وژل شوی وی. د هغه برید نه وروسته امریکا د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د جګړو سیمو ته دغه الوتکې استولي دي او د تروریستانو په مشرانو هم بریدونه کوي.

امریکا د ٢٠٠٨ کال راپدیخوا یوازې ٣٩٢ بریدونه په پاکستان کې کړي او د ٢٠٠٢کال راهیسې یې په یمن کې د القاعده په مشرانو ١۴٥ بریدونه کړيدي.


سره لدې چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوی هدف لګیږي خو بیا هم خلک پرې انتقاد کوي. د مثال په ډول امریکایي ځواکونو د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وواژه خو د پاکستان حکومت پدې خاطر پرې انتقاد وکړ چې برید د هغوي په خاوره کې وشو.


یو شمیر نور کسان باید دا انتقاد کوي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې تروریستان وژل کیږي خو د استخباراتي معلوماتو د راټولو پروسه له منځه ځي چې تروریزم ته په ماتې ورکولو کې مهم رول لري.

د دیموکراسیو د دفاع په ادارې کې مبصر جان هانا چې د امریکا د پخوانیو جمهور رئیسانو بل کلنټن او جورج بوش په ادارو کې سلاکار و، وایي چې د جمهور رئیس اوباما حکومت د تروریستانو په وژلو کې " پخپله قاضي ، منصفه هیت او جلاد دی"

د ښاغلي هانا په وینا چې " پدې بریدونو کې "تروریستان وژل کیږي خو بدبختانه چې زیات شمیر بې ګناه خلک هم پکې وژل کیږي. "

XS
SM
MD
LG