د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د شمالي وزيرستان کډوال دې بيرته ستانه شي .


پاکستاني رسنيو خبر ورکړې چې د پاکستان حکومت د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته گډه شوي کډوالو بيرته ستنيدو ته تيارې نيسي .

د پاکستان د نيوز ورځپاڼې مديرمسوول رحيم الله يوسفزي اشنا راډيو ته وويل ، د شمالي وزيرستان سيمه ايز چارواکي د کلينکونو او نورو حکومتي ادارو په بيا رغولو بوخت دي .

په ٢٠١۴ کال کې کله چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړل په زرگونو کورنۍ د افغانستان خوست ته را وتښتيدې .

رحيم الله يوسفزي وويل د روانې مياشتې په پاې اويا د اگست په اوله اونۍ کې به شمالي وزيرستان نه د کډه شويو کورنيو بيرته ستنيدل پيل شي .

ښاغلي يوسفزي زياته کړه ، راستنيدونکي کډوال به اول په کيمپ کې اوسيږي داسنادو له ليدواوغورنه وروسته به دوئ سره مرسته کيږي چې خپل کورونه پخپله جوړاو ستانه شي کړي .

د اشنا راډيو سره د رحيم الله يوسفزي بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:56 0:00
مستقیمه لیکه


XS
SM
MD
LG