د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دیش د کورنیو چارو وزیر وایي چې حمله د داعش ډلې نه ده کړي


د بنگله دیش د کورنیو چارو وزیر ویئلي دي چې هغو ٧ تنو حمله کونکو چې په یو ریستوران باندې يی حمله کړي وه، کومې غوښتنې نه لرلی.

هغه د اسلامي دولت د ډلې هغه ادعاگاني رد کړی چې وایي هغوي دغه برید کړیدی.

د بنگله دیش د کورنیو چارو وزیر ویئلي چې د اسلامي دولت ډله یواځی شعار دی، په بنگله دیش کې د اسلامي دولت ډله وجود نلري. دا د بنگله دیش کورني ترهگر دي چې غواړي د اسلامی دولت د ډلې سره ځان وتړي. دغه ټول حمله کونکي زمونږ خپل خلک دي، بهرنیان نه دي.

دغو حمله کونکو د بنگله دیش په پائتخت ډاکې کې په هغه سیمې کې چې ډپلوماتان پکې اوسیږي، د جمعې په ورځ ناوخته په یو ریستوران کې خلک یرغمل کړل او زیاتره هغه کسان یې ووژل چې مسلمانان نه وو. په وژل شوو کسانو کې ٩ تنه د اټالیې، یو د امریکا، یو د هند او ٧ تنه د جاپان اتباع وو.

XS
SM
MD
LG