د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لومړۍ نقشه که د زیږیدلو سند


د امریکا لومړۍ نقشه په ١٥٠٧ کال کې جوړه شوي، په ١٩٠١ کې بیا وموندل شوه او په ٢٠٠٨ کې امریکا ته راوړل شوه
د امریکا لومړۍ نقشه په ١٥٠٧ کال کې جوړه شوي، په ١٩٠١ کې بیا وموندل شوه او په ٢٠٠٨ کې امریکا ته راوړل شوه

امریکایان سږ کال د جولای په څلورمه د ازادۍ ٢۴٠ کلیزه لمانځي خو د "امریکا" نوم تر دې څو سوه کاله زوړ دی. په لومړي ځل د امریکا نوم د شپاړسمې پیړۍ په یوه نقشه کې لیکل شوی و.

دا نقشه "مارټین والتسیمولر نقشه" نومیږي او د دوو درنو شیشو تر شا په ویترین کې د ارگون گازو په موجودیت کې داسي قرنطین ده چې د لمر له مضرو رڼاگانو او د کامرو له فلش لایټونو خوندي ده.

که څوک وغواړي چې له نژدې یې وویني نو د نقشې یوه ستره کاپي یا نقل ښه په ځیر کتلی شي.

د کانگرس د کتابتون څیړونکی جان هیسلر وایي دا نقشه په ١٥٠٧ میلادي کال کې جرمني کارتوگرافر مارتین ویسمیلر جوړه کړې ده او د نړۍ د کارتوگرافي یو ارزښتمن تاریخي اثر دی.

تاریخ پوه هیسلر زیاته وي "نقشه په ٢٠٠٨ کال د کانگرس کتابتون په دې خاطر واخیستله چې په لومړي ځل د امریکا نوم په کې لیکل شوی دی. ارزښت یې په دې کې دی چې دېته د امریکا د زیږیدلو سند ویل کیږي، ځکه چې دا تر ټولو پخوانی نقشه ده چې د امریکا لویه وچه په کې ښکاري"

امریکا په لومړي ځل کرسټوفر کولمبس موندلې وه خو جرمني کارتوگرافر په دې نقشه کې د "امیریگو واسپوچي" انځور کاږلی دی. ولي؟

دغه موضوع څیړونکی جان هیسلر دغسي تشریح کوي. "زه فکر کوم چې امریکا، کولمبس موندلې وه، خو واسپوچي مشهوره کړه. یعني واسپوچي د خپلو کشفیاتو په مارکیټنگ ډیر پوهیدلو."

کولمبس فکر کړی و چې گواکې هندوستان ته یې نوي لاره مونلدې ده، خو واسپوچي په دې پوه شوی و، چې دا یوه نوي لویه وچه ده، او د خپلو سفرونو په تشهیرولو کې ډیر تکړه وه.

د امریکا لومړنۍ نقشه په لومړي ځل جرمني کارتوگرافر مارتین والسیمولر په ١٥٠٧ کال کې کاږلې وه.
د امریکا لومړنۍ نقشه په لومړي ځل جرمني کارتوگرافر مارتین والسیمولر په ١٥٠٧ کال کې کاږلې وه.

دغه نقشه د امریکا تر موندل کیدو یوازي پنځلس کاله وروسته جوړه شوي ده، خو په حیرانووکې توگه د اوسنۍ امریکا د ختیځو ایالتونو یو نسبتاً ډېر دقیق انځور وړاندې کوي.

ددې نقشې په لاندېني کونج کې په لاتیني ژبه ډېر جالب لیکل شوي دي چې "که تاسي د واسپوچي او کولمبس له کشفیاتو خبر نه یاستی، په لومړي ځل دغه نقشه وینی، کیدای شي ډېرې پوښتنې به لری، ډېرې سیمې تاسي نه پیژنی، خو وارخطا کیږی مه، ځکه چې همدغه زموږ ځمکه ده چې ډیر ژر به یې ووینی".

نقشه په ١٩٠١ کال کې د جرمني په یوه تاریخي کلا کې موندل شوي وه، خو امریکا ته سل کاله بعد هغه وخت راوړل شوه چې د کانگرس کتابتون یې د اخیستلو پیسې برابرې کړې او د ٢٠٠٨ کال راهیسي نندارې ته ایښي ده.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG