د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او سکاټ لینډ د کرکټ لومړۍ سیالي بې نتیجې ختمه شوه


نن په سکاټ لینډ کې د افغانستان او کوربه هیواد ترمنځ د کرکټ د دوه یو ورځنیو سیالیو په لړ کې لومړۍ سیالي وشوه. خو سیالي د باران له کبله دوه ځلې ودریده او بیا اخره کې د باران د زیاتیدو له کبله لوبه ودرول شوه او بې نتیجې پاتې شوه.

نن د لوبې پچه سکاټ لینډ وگټله او افغانستان ته ېې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د افغانستان له لورې غوره لوبه رحمت شاه زرمتي وکړه او سل منډې ېې ورکړې او تر اخره ودریده. د رحمت شاه سره نجیب ځدران ښه ملگرتیا وکړه او په پینځو شپږیزو او نهه څلوریزو ېې نهه اتیا منډې وکړې.

د دوي دواړو نه علاوه جاوید احمدي ،کپتان اصغر ستانکزي او شهزاد محمدي هم غوره لوبه وکړه او سکاټ لینډ ېې د لوبې یوه برخه کې هم برلاسه کیدو ته پرینښود.

د افغانستان کرکټ ټیم به د سکاټ لینډ سره دویمه یو ورځنۍ سیالي د جولايي په شپږمه کوي او بیا به د ایر لینډ سره پینځو یو ورځنیو سیالیو دپاره ایر لینډ ته ځي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG