د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې کودتا د چا کار و؟


د استانبول لپاره افغان جنرال قونسل عبدالملک قريشي اشنا راډيو سره په خبرو کې وويل :

د ٢٠١٣کال نه ورورسته چې کومې پيښې په ترکيه کې کيږي پړه يی د حاکم گوند پر مخالفينو چې مشری يې فتح الله گولن کوي اچول کيږی.

ښاغلي قريشي زياته کړه، يو ټکي ته خپله جمهور ريس اردوغان هم په خبرو کې اشاره کړې او عام ذهنيت او گنگوسي یی هم په هکله شته هغه دا چې ترکيه د جمعي ورځې کودتاه کې دريم لاس دخيل گڼي خو لا مشخصه کړې يی نده چې دريمگړې به څوک او يا کوم هيواد وي.

په استانبول کې افغان جنرال قونسل وويل : اوس امنيتی وضع د حکومت تر کنترول لاندی ده خلک خپل عادي ژوند او کارونو ته دوام ورکوي.

عبدالملک قريشي د نوشابې اشنا سره په تر کيی کې د کودتاه په لاملونو غږيدلې بشپړه مرکه يې دلته اوريدلائ شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:14 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG