په عراق کې یو بانفوذه شیعه ملا مقتدا الصدر په خپلو پلویانو غږ کړیدی چې هغه امریکاېي عسکر دې په نښه کړي چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف دغه هیواد ته استول شويدي.
د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکا به نور ٥٦٠ تنه عسکر عراق ته استوي چې د عراقي ځواکونو سره د اسلامي دولت د ډلې په خلاف کومک وکړي او د موصل ښار بیرته ونیسي.
الصدر چې د هغې نه ورسته مشهور شو چې په ٢٠٠٣ کال کې د هغه پوځ د امریکا د عسکرو په خلاف وجنگیدل، هغه په خپلې رسمي ویب پاڼه د یو سوال په ځواب کې لیکلي دي چې امریکایي عسکر زمونږ هدف دی.
د دې نه مخکې هم نورو شیعه ملیشو چې ایران یې ملاتړ کوي، په امریکایي عسکرو د حملو ژمنه کړیده. خو دوه کاله پخوا چې په عراق کې کوم امریکایي عسکر وژل شوي وو، هغه د اسلامي دولت ډلې وژلي وو