د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ټرمپ رسماً د جمهوري ریاست کاندید شو


د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند استاځو ښاغلی ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست مقام ته په رسمي توگه کاندید کړ.

پرون د سه شنبې په ورځ په کلیولینډ کې د جمهوري غوښتونکو د ملي گوندي غونډې دوهمه ورځ وه. د ټولو ایالتونو استاځو خپلې رایې اعلان کړې او ډانلډ ټرمپ د ۲۴۴۷ څخه ١٢٣٧رایي ترلاسه کړي.

هغه به اوس د روان کال د نومبر په میاشتې کې د دیموکرات گوند د کاندیدې هیلري کلنټن سره د جمهوري ریاست د مقام لپاره په عمومي انتخاباتو کې سیالي وکړي.

د کاندیداتورۍ رسمیات پوره شول او سر له ننه به ددې ګوند ټوله توجه هیلري کلنټن ته په ماتې ورکولو متمرکزه وي.‌

نن د ښاغلي ټرمپ زامنو او یوې لور یې هم ویناوې وکړې چې د زوی ډانلډ جونیر ټرمپ وینا ډیره وستایل شوه. ډان ټرمپ جونیر وویل چې دی ماشوم و چې پلار به یې د ځان سره ې ساختماني کار ځای ته بیولو.‌

د ډانلډ ټرمپ زوی ډان جونیر اغیزناکه وینا وکړله او سیاسی راتلونکی یې روښانه وبلل شو

د ډانلډ ټرمپ زوی ډان جونیر اغیزناکه وینا وکړله او سیاسی راتلونکی یې روښانه وبلل شو

ډان ټرمپ نن سبا د ټرمپ د مالیاتي او اداري شرکت معاون دی.

د نن ورځ اکثریت ویناوې په کورنیو چارو کې د اوباما پر پالیسیو باندې په انتقادونو راڅرخیدلې.

د نیو جرسي والي کرس کرسټي، چې اول پخپله کاندید وو او نن سبا د ټرمپ ملاتړ کوي،‌ وویل چې اته کاله نور سپینه ماڼۍ اوباما ته نه ورکوو او زیاته یې کړله چې د کلنټن دوره به د اوباما د دورې غځول وي.

بل ویناوال پخوانی سیال ډاکتر بن کارسن و. دی محافظه کار جمهوري غوښتونکی دی او وویل چې د هیلري کلنټن عقیده ددې هیواد لپاره خطرناکه ده.

بن کارسن وویل چې متحده ایالات په خدایي اساساتو جوړ شوی هیواد دی خو هیلري کلنټن په ټولنیزو چارو کې دیني احکامو ته درناوی نلري.‌

د دوهمې ورځ غونډه په بشپړ توګه کورنیو او ټولنیزو چارو ته ځانګړې شوي وه.‌سبا ورځ د ویناوو شعار د امریکا بیا غښتلي کول دي.‌

XS
SM
MD
LG