د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د ډلې ځالې به له منځه لاړې شي خو ورکه به نشي


د امر‍یکا دفاع وزیر دداعش په ضد د عملیاتو موخې اعلان کړې.
د امر‍یکا دفاع وزیر دداعش په ضد د عملیاتو موخې اعلان کړې.

د دریو هیوادونو د دفاع د وزیرانو ترمنځ د موافقې نه یوه ورځ وروسته اوس د داعش سره دمبارزې په اړه پر یوه گډ طرز العمل باندې غونډه جوړه شوه.

وروسته له هغې چې عراقي ځواکونو د داعش پر جنگیالیو باندې د عراق په تر ټولو لوي ښار موصل کې د مقاومت کړۍ تنگه کړه، اوس دا ډله تر پخوا د زیات فشار لاندی ده.

د متحده ایالاتو وزیر، جان کېري پدې اړه داسې وویل،

«داسی څوک به ونه وینئ چې د داعش په وړاندې پرمختگ ندی شوی هو دا پرمختگ شوی او داعش د هغو سیمو نیمه برخه له لاسه ورکړې چې پخوا یی تر کنترول لاندې وه.»

دداعش په ضد د ائتلافي ځواک ددفاع وزیرانو په هغه نساته کې چې د امریکایی ځواکونو د لوي قوماندان سره یی په منځني ختیځ کې درلود، په رقعه کې چې د داعش ډله یی خپله پلازمینه بولي، بریا ته د رسیدو دپاره د غړو هیوادونو د غوره ونډې په اړه نظرونه سره شریک کړل.

د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان، جنرال جوزف وتل پدې اړه داسې نظر وښود، «مونږ باید دداسې عملیاتو دپاره د چمتووالی تدابیر آسان ونه بولو. ددی سیمې پراخه جغرافیه او دوه ملیون وگړی یی دیته اړتیا لري چې مونږ هم ورته ښه ځان چمتو کړو.»

د داعش ماته یوازې ددې سیمو په نیولو نه خلاصه کیږي. هغه کسان چې ددې ډلی له ویری یې خپلی سیمې پرې ایښي دي، غواړي بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

کارپوهان وایي د داعش د سل هاو متفرقو جنگیالیو په لاس به د نړۍ په گوټ گوټ کې بریدونه دوام وکړي.
کارپوهان وایي د داعش د سل هاو متفرقو جنگیالیو په لاس به د نړۍ په گوټ گوټ کې بریدونه دوام وکړي.

د امریکا دفاع وزیر پدې تړاو خپل غبرگون داسې څرگند کړ، «زمونږ پوځي عملیات درۍ موخې لري. اول دا چې د داعش د ډلو ځالی په عراق او سوریې کې له منځه یوړل شي، هغه شی چې ضروري دی خو کافی ندی. وروستۍ حملی دا ښیي چې د داعش پناه ځایونه نه یوازی د عراق او سوریې د خلکو ژوند ته خطر پېښ کړی بلکه مونږ ته هم لوي گواښ گڼل کیږي. هر څومره ژر چې په عراق او سوریې کې داعش ته ماتی ورکړ شي هماغومره ژر به زمونږ هیوادونه هم خوندي شي. نو زمونږ دوهم هدف د داعش سره له هر ځای څخه چې سر اوچت کړي، کلکه مبارزه ده او دریم مهم هدف د خپل هیواد خوندي ساتل دي.»

کارپوهان وایي داسې تمه کیږي چې د سل هاو متفرقو جنگیالیو په لاس به د نړۍ په گوټ گوټ کې بریدونه دوام وکړي. دوا زیاتوي چې لدی سره سره چې د داعش ډله د خپل کنترول لاندې سیمې له لاسه ورکوي ځالی به یې په آخر کې له منځه لاړې شي خو دا ډله به په بشپړه توگه ورکه نشي.

XS
SM
MD
LG