د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د بهرنیو پرمیلمستون برید پای ته ورسید


د کابل پولیس وایي، په دغه برید کې درې بریدګر او یو پولیس وژل شوي او درې پولیس ټپیان شوي دي.
د کابل پولیس وایي، په دغه برید کې درې بریدګر او یو پولیس وژل شوي او درې پولیس ټپیان شوي دي.

د کابل پولیسو قوماندان وایي، تیره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه دریو ځانمرګو بریدکوونکو د کابل ښارپه نهمه حوزه کې د بهرنیو په یو میلمستون برید وکړ، چې له امله یې درې بریدګر اویو پولیس ووژل شول او درې پولیس ټپیان شول.

د کابل د پولیسو په نهمه حوزه کې د کابل - بګرام په نوي سړک د ډیسپیچرې په سیمه کې د نورت ګیټ په نوم د بهرنیو په دغه میلمستون باندې تیره شپه په یوه نیمه بجه دریو ځانمرګو وسله والو برید پیل کړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو او پولیسو ترمنځ د اوو ساعتونو جګړې وروسته دا برید د دریو بریدګرو په وژل کیدو د دوشنبې په سهار اته نمیې بجې پای ته ورسید.

دمخه افغان امنیتي ادارو د نورت ګيت په میلمستون د بریدکوونکو شمیر څلور تنه ښودلی وو.

د کابل پولیسو امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې د دغه برید په پیل کې له دریو ځانمرګو بریدکوونکو څخه یو یې د نورت ګیټ په نوم د بهرنیو د میلمستون امنیتي دیوال مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک مزدا موټر ته چاودنه ورکړه او دوو نوروبریدکوونکو دغه میلمستون ته د ننوتلو هڅې پیل کړي، چې د پولیسو د مقاومت په نتیجه کې دغو دوو بریدکوونکو میلمستون سره نږدې یو سرای ته چې کانټینرونه په کې ايښي دي پناه یوړه.

جنرال رحیمي وویل " د دې لپاره چې د افغان امنیتي ځواکونو او د نورت ګيت میلمستون د نیپالي ساتوونکو ترمنځ کومه نښته رامنځ ته نه شي، افغان ځواکونو بریدونکي په کانټینرونو کې مصروف وساتل او کله چې درې نیمې بجې هوا روښانه شوه عملیات مو پیل کړل چې په ترڅ کې یې دواړه بریدکوونکي ووژل شول ".

جنرال رحیمي وویل، چې د برید په پیل کې د بریدکوونکو په ډزو کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل، چې په دغه برید کې په میلمستون کې دیره بهرنیانو او د میلمستون کارکوونکو او نیپالي ساتوونکو ته د سرهیڅ زیان نه دی رسیدلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکي چې په دغه برید کې درې ځانمرګي وژل شوي او برید پای ته رسیدلی دی.

طالبانو په یو بیان کې ددغه برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې په نورت ګیټ میلمستون کې دیره ډیر شمیر بهرنیان یې وژلي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې په دغه برید کې تر سلو پورې د بهرنیو اوسیدونکو د وژلو ادعا کړې ده.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یو بیان کې دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

اجرائیه رئیس ویلي "سره له دې چې افغان زړورو پولیسو وکولای شول، چې د وسله والو مخه ونیسي، برید یې ناکام او بریدګر له پښو وغورځوي، خو بیا هم هغوی په خپلو ترهګریزو کړنو سره تېره شپه د کابل ښاریانو سکون له منځه یوړ".

دا برید په کابل کې د روشنایي غورځنګ په لاریون کوونکو د برید وروسته یو بل ستر برید وو، چې که څه هم په کم شمیر د سر زیان اړولی خو د شپې ناوخته یې د کابل ښار په ډیرو برخو کې خلک له خوب څخه راویښ کړل.

د برید په اړه لومړني معلومات

افغان امنیتي چارواکي وايي چې څلور حمله کونکي چې په درنو وسلو سمبال وو د کابل ښار ختیځ کې د بهرنیو پر یوه میلمستون برید کړی دی.

دا د بهرنیو پوځیانو او ملکي ادراو د کارکونکو د اوسیدو یوه محفوظه سیمه ده.

سملاسي د پیښې له کبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په هکله معلومات نشته.

د ناټو په مشرۍ د قواوو یو ویاند ویلي چې هغوي د حالاتو څارنه کوي خو کوم تفصیل یې ندي ورکړی.

طالبانو یوه بیانیه خپره کړیده چې وایي دغه برید دوي کړیدی.

طالبان ادعا کوي چې په دغه حمله کې په لسگونو کسان وژل شوي دي او وسله وال یې دغه سیمې ننوتي.

لدې پیښې څو شیبې وړاندې د کابل په ګڼو سیمو کې بریښنا قطع شوه خو چارواکو ویلي چې دغه کار له برید او درنو چاودنو سره اړیکه نلرله.

دا حمله د تیرې اونۍ د هغه برید نه ورسته کیږي چې پکې اتیا تنه وژل شوي او په لسگونو نور ټپیان شوي وو. د اسلامي دولت ډلې یې مسولیت په غاړه اخیستې وو.

XS
SM
MD
LG