د لاس رسي وړ اتصالات

کابل صرافان پر امنیتي مسوولینو تور لګوي


صرافانو نن مظاهره وکړه
صرافانو نن مظاهره وکړه

صرافانو دوشنبې په ورځ، لومړی مظاهره وکړه او بیا یی د اعتراض په رسم د شهزاده سرای او نږدې ټول دوکانونه وتړل. دوي ویل چې د اختطاف او نا امنیو پېښې زیاتی شوې دي او د صرافانو، سوداگرو او پانگه اچونکو ژوند هم د خطر سره مخ دی.

د شهزاده د سرای صرافانو همدارنگه حکومت د امنیت د ټینگولو په برخه کې په بی کفایتۍ تورن کړ. ددوي یوه بله نیوکه دا وه چې ولی دومره امنیتي موانع د استیناف د محکمی په شاو خوا سړکونو باندې اچول شوي دي چې ددوي په قول یی د شهزاده سرای دپاره هم لوي خنډونه را منځته کړي دي.

خان محمد باز د صرافانو د اتحادیې رئیس د امریکا غږ آشنا سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې د اختطاف د پېښو له خطر سره هره ورځ مخ دي او ددوي شتمني او پیسې هم غلا کیږي او دا وضعیت ددوي دپاره د منلو او زغم وړ ندی.

ښاغلي باز د یوې پېښې مثال ورکړ او ویی ویل چې په تیرې چهارشنبې ورځ د هغه صراف څخه چې د جلال آباد نه د کابل په لور روان و ، یو شمیر غلو د سروبي د ولسوالۍ په مربوطاتو کې دا پیسې ترې غلا کړې.

د صرافانو د اتحادیې رئیس پدې پېښه کې د سیمې امنیتي مسولین گرم بولي او زیاتوي چې دا مسولین د غلو سره یو ځای او یولاسي شوي و.

ښاغلي باز زیاته کړه چې درۍ تنه هغه غله چې د سروبی د ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سره نږدې اړیکې لري، پخپله د صراف او د عیني شاهدانو له خوا وپیژندل شو او اوس د کابل د امنیه قوماندانۍ په قید کې دی.

د صرافانو د اتحادیې رئیس خبرداری ورکړ چې که ددوي ستونزو ته رسیدگي ونه شي نو ښایي په راتلونکی کی دوي په مظاهرو لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG