د لاس رسي وړ اتصالات

په ټولنیزو رسنیو کې د کلدارو ضد کمپاین


د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې له افغانۍ سره سره د نورو ملکونو کرنسي هم د راکړې ورکړې لپاره استعمالیږي. د پاکستان کلداره، د هیواد په هغو برخو کې زیاته لیدل کیږي، چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې ته نیزدې دي.په دغو ولایتونو کې یو د کندهار ولایت هم دی.

په وروستیو ورځو ورځو کې په کندهار ولایت کې د دې ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په ابتکار د افغانۍ د ارزښت او هویت د ساتلو په هدف د پاکستاني کلدارو د راکړې ورکړې د مخنیوي د کمپاین په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو، لکه فیسبوک او ټویټر کې هم خلکو لیکنې پیل کړي. د ټولنیزو رسنیو دغو افغان مبازرینو د تصویرونو له لارې له خلکو غوښتي چې باید نور پاکستانۍ کلداره د راکړې ورکړې په وخت ونه مني او یوازې افغانۍ د پولي واحد په توگه ومني.

کندهار کې د کلدارو او تومانو ضد کمپاین په ټویټر کې ځای موندلی
کندهار کې د کلدارو او تومانو ضد کمپاین په ټویټر کې ځای موندلی

په دې لړ کې په کندهار کې د جنرال رازق لخوا لویې لویې لوحې لگول شوې دي چې ورباندې د افغانۍ او پاکستاني کلدارې انځورونه جوړ شوي. په دغو انځورونو کې افغانۍ ته د تائید او کلدارې ته د رد نښې جوړې شوې دي. ورسره لیکل شوي چې زه به تل خپل پولي واحد په راکړه ورکړه کې کاروم او د خپل ملي هویت د ساتلو او له هیواد سره د مینې د ثابتولولپاره به د کلدارو او تومان د راکړې ورکړې مخه نیسم.

د جنرال رازق دغه پیغام په ټویټر او فیسبوک د افغان فعالانو لخوا پورته شوی دی او په نورو وطنوالو یې هم غږ کړی دی چې نور دې د پاکستاني کلدارو ضد مبارزه وکړي او نه دې اخلي او نه دې ورکوي. داسې عکسونه هم په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کیږي چې دوکاندارانو په یو کاغذ لیکلي چې سودا وړیا ورکوم خو په کلدارو یې نه ورکوم

په فیسبوک دغه ډول انځورنه او پیغامونه ډیر لیدل کیږي
په فیسبوک دغه ډول انځورنه او پیغامونه ډیر لیدل کیږي

د کندهار نه علاوه د هیواد د نورو برخو ځوانو فعالانو هم په خپلو خپلو سیمو کې د کلدارو او تومان د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړی دی. په خپلو پاڼو ېې د افغانۍ کرنسي نوټونه عکسونه ورکړي او له خلکو ېې غوښتي چې په خپل هیواد کې په خپل پولي واحد تجارت او مالي معاملات ترسره کړئ.

له پښتو سره سره د فیسبوک فعالو غړیو په دري ژبه د کندهار د چارواکو دا اقدام ستایلی او د خپلو لوستونکو نه یې غوښتي چې د کندهار له ولس سره دې ملگري شي او یوازې افغانۍ دې د راکړې ورکړې وسیله وگرځوي او دا شعار دې عام کړي چې افغانۍ زموږ هویت ده.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG