د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د کرکټ شپږیزه لېگ سیالۍ پیل شوې


امریکا غږ اشنا رایو تلویزون هم سږ کال د شپږیزې سیالیو مالي ملاتړ کونکو کې شامل دی
امریکا غږ اشنا رایو تلویزون هم سږ کال د شپږیزې سیالیو مالي ملاتړ کونکو کې شامل دی

شپږیزه کرکټ سیالۍ ،د افغانستان د کورني کرکټ او تجارتي کرکټ په لړ کې یو معتبر نوم یادیږي، سږ کال د دې سیالیو څلورم پړاو دی، چې نن د سه شنبې په ورځ د کابل د کرکټ په میدان کې د افغانستان د کرکټ د شپږو زونونو د شپږو ټیمونو د جملې نه د بند امیر ښاماران او سپین غر پړانگانو او د امو نهنگانو او کابل بازانو ترمنځ سیالیو سره پېل شو.

د دې سیالیو د پرانستې غونډه د سه شنبې په شپه د یو لړ رنگینو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه ،چې د اور لوبو او موسیقۍ ننداره هم پکې وړاندې شوه. په زرهاو مینه والو د کابل په کرکټ میدان کې د دې سیالیو پېل ته هرکلی وویل.

د بند امیر ښاماران کپتان محمد نبي ،سپین غر زمریانو خلاف سیالۍ کې
د بند امیر ښاماران کپتان محمد نبي ،سپین غر زمریانو خلاف سیالۍ کې

د شپږیزه کرکټ سیالیو چې سږ کال د شپږیزه کرکټ لیگ په نوم یادیږي،د تېرو دریو پړاونو سره ېې یو لړ توپیرونه هم لیدل کیږي، چې مهم بدلون پکې د بهرنیو لوبغاړو گډون دی، چې دې کې تر اوسه د پاکستان د کرکټ مشهور لوبغاړي کامران اکمل،محمد آصف، محمد سمیع،ناصر جمشید،سلمان بټ،خالد لطیف او بسم الله خان شامل دي. توقع ده چې د زمبابوې د کرکټ ټیم لوبغاړی سکندر رضا هم دې سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت او د یو لړ تجارتي شرکتونو په مالي ملاتړ پېل شوې د کابل شپږیزه کرکټ سیالۍ به د اگست د نهمې نه تر نولسمې پورې دوام لري،چې فاینل سیالي به ېې د زمري په اته ویشتمه یعني د افغانستان د خپلواکۍ ورځ وي. د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم دانش وايي چې دوي د فاینل دپاره دا ورځ ځکه انتخاب کړیده چې ځوانانو ته د دې ورځې ارزښت او د خپلواکۍ د اهمیت پیغام ورسوو.

د زرهاو په شمېر د کرکټ مینه د کابل په کرکټ میدان کې د لوبې ننداره کوي
د زرهاو په شمېر د کرکټ مینه د کابل په کرکټ میدان کې د لوبې ننداره کوي

د سږني کال د شپږیزه کرکټ سیالیو په مالي ملاتړ کونکو کې د امریکا غږ آشنا راډیو تلویزون هم برخه لري ،چې دا په دې معنا چې امریکا غږ په افغانستان کې د کرکټ د ودې په لړ کې د ولس سره په دې مینه کې شریک دی.

د کابل د کرکټ په میدان کې به هر ورځ قریب دوه سیالۍ کیږي او ټولې به نولس شل اوریزې سیالۍ وي، چې شپږ ټیمونه به هر یو سره یوه سیالۍ کوي ،بیا به د کوالیفایر او ایملمینټر پړاونه وي چې دې کې به د سر څلور ټیمونو ته دوه ځله فاینل ته د رسیدو فرصت برابریږي.

د کابل د کرکټ په شپږیزه سیالیو کې د تېر کال قهرمان ټیم سپین غربازان د حمید حسن په مشرۍ ،د بند امیر ښاماران،د محمد نبي په کپتانۍ ،د کابل بازان د اصغر ستانکزي په قیادت، د امو نهنگان د میرویس اشرف په مشرۍ ،د بست ساتونکي د نجیب ځدران او د مس عینک اتلان د نوروز منگل په قیادت کې لوبیږي.

په ننیو دوه سیالیو کې د بند امیر ښامارانو د سپین غر زمریانو ته او د کابل بازانو د امو نهنگانو ته ماتې ورکړه.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG