د لاس رسي وړ اتصالات

کابل بازان او امو نهنگان د کابل شپږیزې کرکټ لیگ دویم پړاو ته ووتل


مس عینک اتلان بند امیرښاماران او سپین غر زمریان مخکې تگ ته چانس لري
مس عینک اتلان بند امیرښاماران او سپین غر زمریان مخکې تگ ته چانس لري

په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیگ په نوم د کورني کرکټ د شل اوریزو سیالیو په پینځه ورځ شوو سیالیو نه پس دویم پړاو ته د وتلو په زغل کې د دوه ټیمونو نومونه څرگند شویدي خو د باقي دوه نورو فیصله به سبا کیدونکو سیالیو په اساس کیږي.

تر اوسه شوو لسو سیالیو کې شپږو ټیمونه نه هر یو ټیم څلور څلور سیالۍ کړیدي او د گټې او بایلات په اساس ېې پواینټونه گټلي دی، چې دی کې د کابل بازانو ټیم چې مشري ېې د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی کوي، خپل څلور واړه سیالۍ گټلي دي او د اتو پواینټونو په گټلو سره مستقیم د دې سیالیو سیمي فاینل ته رسېدلې ده.

دویم مقام د میرویس اشرف په مشرۍ د امو نهنگانو د ټیم دی، چې څلور ېې کې ېې درې گټلي او یوه بایللې او شپږ پواینټه لري او د دویم پړاو ځای ېې ځانته خوندي کړیدی .

د کابل بازان او امو نهنگان نه علاوه د نوروز منگل ټیم مس عینک اتلان او د محمد نبي ټیم بند امیر ښاماران څلورو سیالیو کې د دوه بریاو او دوه ماتو نه پس څلور څلور پواینټونه گټلي دي او یوه سیالي ورته بل گټل دي چې دوي هم د کوارټر فاینل مرحلې په څلورو ټیمونو کې شامل شی.

د کرکټ لوبغاړي د شپږیزو سیالیو په جریان کې د پولیو ضد کمپاین کې هم برخه اخلي.
د کرکټ لوبغاړي د شپږیزو سیالیو په جریان کې د پولیو ضد کمپاین کې هم برخه اخلي.

د سپین غر زمریانو ټیم په څلورو کې فقط یوه سیالي گټلې ده او دوه پواینټه لري. نو که چرې مس عینک اتلانو سره سبانۍ لوبه په لوی توپیر سره وگټي نو امکان لري چې بل پړاو ته لاړ شي. د بند امیر ښاماران د کابل بازانو سره سیالي لري، د هغوي لوبه هم د دویم پړاو د باقي پاتې دوه ټیمونو په سرنوشت کې مهم رول لري.بست ساتونکو ته د پرمختگ چانس نه دی پاتې.

نن شوو سیالیو کې د مس عینک اتلانو ټیم د بند امیر ښامارانو په اسانۍ په پینځو وکټو ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ کې د نجیب ځدران د بست ساتونکو د کابل بازانو د قوي ټیم سره مقابله وکړه خو بری ېې ونه مونده.

د کابل د کرکټ شپږیزو سیالیو بل پړاو کې د لومړي پړاو د سر ټیم به د دویم مقام لرونکي ټیم سره یو کوارټر فاینل کوي،که ېې وگټي نو راسا فاینل ته ځي او که نه نو گټونکی ټیم به فاینل ته ځي او دی به د گروپ د دریم او څلورم ټیم گټونکي ټیم سره سره کیدونکي سیالۍ گټونکي سره بیا مخامخ کیږي. چې هغه د ایلمینټر په نوم یادیږی. او اخري سیالي به د اگست په نولسمه نیټه وی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG