د لاس رسي وړ اتصالات

له لندنه تر واخانه او د کرکټ یوه لوبه


جون بیډ مور،چې په اصل کې د نیوزیلنډ دی او د کرکټ د لوبې سره بېحده مینه لري،هغه د افغانستان د کرکټ سره د خپلې مینې ښودولو دپاره او منځنۍ اسیا کې د پخوانۍ سترې جگړې د خاطرو د تازه کولو دپاره یو نادره سفر کړیدی. هغه قریب دیرش زره میله د سړک دلارې سفر کړیدی، چې نهه میاشتې مزل ېې د لندن نه تر افغانستانه او بیرته لندن ته وهلی ،هغه قریب د نهه ویشت ملکونو نه تېر شوی او د خپل ټول سفر په اړه ېې یو مستند فلم تیار کړیدی . چې نوم ېې دی ستره لوبه. د منځنۍ اسیا د دیرش زرو میلو مزل

جون بېدمور د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو حمید حسن او دولت احمدزي سره یادگاري عکس
جون بېدمور د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو حمید حسن او دولت احمدزي سره یادگاري عکس

ښاغلي جون بېډمور امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې ده په لومړي ځل کال ٢٠٠٦ کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سره اشنايي پیدا شوه،هغه وخت دی لندن کې سسکس د ټیم سره و او دوي د افغانستان د کرکټ ټیم سره یوه سیالي کړې وه. بیا په کابل ٢٠٠٩ کې دی کابل ته لاړ او هلته مو د بیا د افغانستان د کرکټ او د انگلستان د پوځیانو په یوه سیالۍ کې برخه واخیسته . هغه وايي چې ما دپاره دا ډیره جالبه وه چې د افغانستان خلک ډیر میلمه پاله دي ،نو فیصله مې وکړه چې د دوي د میلمه پالنې قرض به خلاصوم او دوي ته به یو ځل بیا د یوې بلې لارې نه راځم.

هغه بیا په کال ٢٠١٣ کې د یوه اوږد او ستړیا نه ډک سفر کولو فیصله وکړه او له لندنه را روان شو،د فرانسې، بیلجیم،.هالینډ،المان،پولینډ،یوکراین،روسېې ،جارجیا،ازربایجان،ترکمنستان ،ازبکستان او تاجکستان نه راتېر شو او د افغانستان واخان سیمې ته ورسید. واخان ته په رسیدو ېې د بروغیل د پولې خلکو هرکلی وکړ او ده اته ویشت ماشومان او ځوانان راغونډ کړ او د کرکټ یوه لوبه ېې هم ورسره وکړه ،چې د همده ټیم وگټله.

هغه دې سفر کې د بورس په نوم یو جیپ درلودو ،او بیرته هم هغې کې د پاکستان ایران ترکېې دلارې انگلستان ته ستون شو.

جون بیډمور دوه ځله د افغانستان د کرکټ ټیم سره مخامخ شوی او افغان میلمه پالنې نه خوشاله تللی
جون بیډمور دوه ځله د افغانستان د کرکټ ټیم سره مخامخ شوی او افغان میلمه پالنې نه خوشاله تللی

جون بېډمور وايي چې ده دپاره دا یوه تاریخي ورځ وه چې د هغه ځایونه بیا ولیدل چې یوازې د تاریخ په کتابونو کې ېې لوستلي وو. چرته چې قریب سل کاله مخکې د غرب او شرق یا د انگلستان او روسېې ترمنځ ستره لوبه روانه وه. نن هم هغه ځای کې ده د افغان ماشومانو سره د کرکټ لوبه وکړه او اوس داسې ورته ښکاري چې د هغې سترې لوبې ځای کرکټ نیولی دی.

د دې ټول سفر هره صحنه د کامرې په سترگه کې خوندي شویده او د یو مستند فلم په توگه به د اکتوبر په میاشت کې لندن کې نندارې ته وړاندې کیږي او د افغان کنکشن په نوم موسیسه چې افغانستان کې د نجونو د تعلیم او کرکټ د ودې دپاره کار کوي، دې فلم د نمایش بندوبست کوي او د نندارې د لارې د لارې ترلاسه شوې پیسه به ېې افغانستان کې د نجونو په مکتبونو او کرکټ په میدانونو مصرفیږي.

د بورس په نوم هغه جیپ چې جون بېډمور پکې د نهه ویشت ملکونو سفر کړی
د بورس په نوم هغه جیپ چې جون بېډمور پکې د نهه ویشت ملکونو سفر کړی

جون بېډ مور وايی زه ځان د افغانستان پوره وړی بولم او غواړم د دې مستند فلم د نندارې دلارې هرڅومره پیسې چې لاس ته راځي هغه بیرته افغانستان او کرکټ ته ورکړم. ځکه چې افغانستان مې خوښ او کرکټ مې عشق دی.

د ښاغلي جون بېډ مور د فلم گریټ گیم تهرټي تاوزنډ مایل اکراس سنټرل ایشیا باره کې نور معلومات دې لینک د لارې ترلاسه کول شئ.

http://www.thegreatgamemovie.com/

که غواړئ د بېډ مور د فلم په اړه د فیسبوک د لارې نور معلومات هم ولرئ نو د فیسبوک پاڼه ېې هم تعقبولی شئ.

https://www.facebook.com/TheGreatGameMovie/videos/1716077265321048/?pnref=story

د ښاغلي جون بېډ مور د فلم ننداره به د لندن نه علاوه نورو هیوادونو کې زر کتونکو ته وړاندې شي .

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG