د لاس رسي وړ اتصالات

حامد گيلانی:مجاهدين دی له ياده ونه ايستل شي


د افغانستان د جهادي ، سياسي او ملي گوندونو عالي شورا له حکومت څخه غواړي تر څو د قانون له مخې دې په پارلمان کې د احزابو لپاره ونډه په نظر کې ونيسي.

د افغانستان د جهادي ، سياسي او ملي گوندونو عالي شورا وياند سيد حامد گيلانی اشنا راډيو ته وويل : دولت دی اجازه ورکړي چي گوندونه رقابت وکړي او خپل له ادرسه وکيلان پارلمان ته معرفي کړي ښاغلي گيلانی زياته کړه ( که دمکراسي لرو نو هغې سره پارلمان حتمي دی او که پارلمان لرو نو ورسره د گوند برخه حتمي ده ).

د دغې شورا ویاند سید حامد ګیلاني پرون د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته په يوه خبري غونډه کې هم د افغانستان د جهادي ، سياسي او ملي گوندونو د عالي شورا په استازيتوب له حکومت څخه ددوئ دغوښتنو په هکله خبری وکړې.

ښاغلي گيلاني په افغانستان کې د قانون پر حاکميت ټينگار وکړ او ويی ويل( تر څو چې قانون حاکميت پيدا نکړي نظام په پښو نشي دريدلائ).

د مجاهدينو په هکله يی وويل،که جهادي رهبران او د دوو ميليونو افغانانو قرباني نه واې نن به په جغرافيه کې د افغانستان په نوم کوم هيواد هم شتون نه درلود، د مجاهدينو د وينې بها او مدوئ خپله بايد له ياده ونه ايستل شي .

حامد گيلاني سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:37 0:00

XS
SM
MD
LG