د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: د داعش سلګونه مشکوک غړي مو نیولي


د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ کال راهیسې د وسله والو ډلو په خلاف په ټول هیواد کې نظامي عملیات کوي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ کال راهیسې د وسله والو ډلو په خلاف په ټول هیواد کې نظامي عملیات کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند وایي پدې تیرو څو میاشتو کې امنیتي ځواکونو شاوخوا ۳۰۹مشکوک کسان نیولي دي چې د عراق، سوریې او افغانستان لپاره د اسلامي دولت یا داعش د ډلې غړي پکې شامل دي.

د پوځ ویاند پدې هکله نور جزیات ورنکړل چې دا کسان څه وخت او چیرته نیول شویدي او یوازې همدومره یې وویل چې "په پوځي عملیاتو کې نیول شوي."

سره لدې چې پاکستاني چارواکي د پخوا راهیسي پدې ټینګار کوي چې پدې هیواد کې د اسلامي دولت یا داعش ډله حضور نلري خو د پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم بجوا پرون د پنجشنبې په ورځ دا "ومنله" چې داعش هلته شته دی.

جنرال بجوا وایي " داعش کوښښ کاوه چې په پاکستان کې ځانته ځای پیدا کړي خو ناکامه شوه. "

د پوځ ویاند همدارنګه وویل چې مشکوکو کسانو کوښښ کاوه چې په پاکستان کې د بهرنیو هیوادونو په دیپلوماتانو او په حکومتي چارواکو برید وکړي.

جنرال عاصم بجوا په خبري کنفرانس کې وویل چې د نیولو شویو مشکوکو کسانو د جملې نه پنځه ویشت یې "بهرنیان" دي او د ټول د هغو هیوادونو اتباع دي چې داعش پکې "قوي" حضور لري.

د پاکستان پوځ د 2014 کال راپدیخوا چې په پیښور کې د ماشومانو په یو ښوونځي برید وشو او 156 کسان پکې ووژل شول، په ټول هیواد کې نظامي عملیاتو ته زور ورکړ.

اکثره دغه عملیات د پاکستان په قبایلي سیمو کې کیږي چې د افغانستان سره نږدې پراته دي.

د پوځ ویاند په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې د نظامي عملیاتو د پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا درې زره او پنځه سوه وسله وال او د پنځه سوو نه زیات عسکر وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG