د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال ٢٥ زره افغانان د حج فریضه ادا کوي


د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وايي چې سږ کال ٢٥٠٢٥ افغانان د حج د فريضې د ادا کولو دپاره سعودي عربستان ته رسیدلي. د دې حاجیانو د رسولو دپاره د هیواد د څلورو برخو نه د اویاو نه زیات پروازونه شوي چې وروستۍ پرواز ېې د یکشنبې په ورځ وشو.

هر حاجي د دوه زره درې سوه ډالرو په مصرف د طیارې د ټکټ ،استوکنځي او د خوړو او درملو امکانات ترلاسه کړي. دغه حاجیان د افغانستان او سعودي عربستان د دولت لخوا د لازمو مرستو نه هم برخمن دي.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت سرپرست وزیر او اداري معین ښاغلی داعي الحق عابد وايي چې سږ کال د حج مصارف د تېرو کلنو نه کم او سهولتونه زیات دي او همدا وجه ده چې افغان حاجیان ډیر راضي او مطمین دي.

تراوسه په سعودي کې د افغان حاجیانو سره شوو خبرو نه دا معلومه شوې چې دوي د ورکړل شوو مرستو او امکاناتو نه خوشاله دي. تر اوسه څلور حاجیان چې دوه پکې میرمنې او دوه نارینه دي، د طبعي علتونو له کبله په حج کې په حق رسیدلي دي.

افغان حاجیان به نړۍ د لکونو حاجیانو سره د حج د مناسکو د ترسره کولو نه پس داختر په دویمه بیرته هیواد ته ستنیدل پیل کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:15 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG