د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د یوې بلې اتومي ازموینې لپاره چمتو ده


North Korea Nuclear

North Korea Nuclear

د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ د دوشنبې په ورځ وئیلي دي چې شمالي کوریا د یوې بلی اتومي ازموینې لپاره تیاری مکمل کړیدی.

پنگیانگ د جمعې په ورځ یوه تاریخي قوي اتومي ازموینه وکړه او ادعا یې کړې چې هغوي داسي بالیستک توغندې تیار کړیدی چې جنوبي کوریا او امریکا دواړه یې مخه نه شي نیولی.

د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ د دوشنبې په ورځ په یو رپورټ کې وئیلي دي چې داسي نښې نښانې شته دی چې شمالي کوریا د اتومي ازموینې لپاره تیاری بشپړ کړیدی.

د یونهاپ خبري اژانس دا نه دي وئیلي چې د شمالي کوریا په اتومي مرکز کې کوم ډول فعالیتونه روان دي.

شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ وویل چې د ملگرو ملتونو او امریکا د نوي بندیزونو د لگولو گواښ ملنډي دي او ژمنه یې وکړه چې هغوي به د خپل اتومي پروگرام پراخولو ته ادامه ورکړي.

د شمالي کوریا لپاره د امریکا خاص استاځی سنگ کیم به نن د دوشنبې په ورځ جنوبي کوریا ته ولاړ شي. هغه د دې نه مخکې په ټوکیو کې د جاپاني چارواکو سره د شمالي کوریا د اتومي ازموینې نه ورسته د گاونډیو هیوادونو تر منځه دهمکارۍ په ضرورت ټینگار وکړ.

XS
SM
MD
LG