د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اسرائیل سره څلویښت میلیارده ډالر مرستې کوي


د امریکا متحده ایالات او اسرائیل نن د نظامي همکارۍ یو تړون لاسلیک کوي چې له مخې به یې امریکا د راتلونکو لسو کالونو لپاره اسرائیل ته څلویښت ملیارده ډالر ورکوي.

د اسرائیل سره دغه مرستې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو زیاتې مرستې دې چې کیږي.

د نوي تفاهم لیک له مخې به د امریکا متحده ایالات تر 2028 میلادي کاله پورې هر کال اسرائیل ته درې عشاریه اته میلیارده ډالر ورکوي او پنځه ملیونه ډالر به پدې خاطر ورته ورکول چې د مزائیلو د دفاع سیستم پرې وچلوي.

د ویرجینیا د رانډولف مکان په پوهنتون کې د سیمې د چارو مبصر مایکل فیسچ باچ وایي چې د اسرائیل سره همکاري کولو هغه مسله ده چې د امریکا په سیاست کې هیڅوک ورسره مخالفت نلري.

" د متحده ایالاتو په سیاسي جوړښت کې د اسرائیل سره مرسته یوه داسې مسله ده چې هم دیموکراتان او هم جمهوري غوښتونکي یې ملاتړ کوي او هیڅوک پکې اختلافات نلري. دا په منځني ختیځ کې د امریکا ښه پانګه اچونه ګڼل کیږي. سره لدې چې جمهور رئيس براک اوباما او د اسرائیل صدراعظم نیتن یاهو په ځینو مسایلو کې اختلافات لري خو پدې موافقې سره ښودل کیږي چې د اسرائیلو سره د مرستې کولو له لارې په سیمه کې د امریکا ګټې خوندي ساتل کیږي. "

د 1948 م کال نه راپدیخوا چې اسرائیل جوړ شوی د 2014م کاله پورې، متحده ایالاتو ورسره تقریباً 234 میلیارده ډالره مرستې کړیدي. د امریکا او اسرائیل تر منځ د همکارۍ دغه نوې موافقه باید چې کانګریس منظوره کړي. په موافقې کې ویل شویدي چې اسرائیل به د دغو مرستو نه علاوه د نورو مرستو غوښتنه نکوي لکه پخوا یې چې کړې وه.

XS
SM
MD
LG