د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا راتلونکی جمهوررئیس ته د افغانستان په اړه مشوره


په امریکا کې دي نیشن خپرونې یو لیک خپور کړی چې پکښې یو شمیر پخوانيو امریکایي جنرالانو او سفیرانو، چې به افغانستان کې د کار سابقه لري، د امریکا راتلونکي جمهوررئیس ته د افغانستان په اړه مشوره ورکړې ده.

په امریکا کې انتخاباتو ته شاووخوا دوې میاشتې پاته دي او امریکایان به نوی جمهوررئیس وټاکي.

په لیک کې چې د امریکا راتلونکي مشرتابه ته د افغانستان په اړه کومه مهمه سپارښتنه شویده هغه دا ده چې د امریکا راتلونکۍ منتخب مشر به دا فرصت ولري چې د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي د اوږدې مودې دپاره په ښه موثر ډول او په دوه اړخیزه تعهد باندې ولاړ ووسي.

په لیک کې د امریکا د راتلونکي حکومت نه غوښتل شوي دي چې د افغانستان دپاره د اوږدې مودې یوه پالیسي غوره کړي او دا کار دې د په افغانستان کې د خپلو متحدینو سره په شریکه ترسره کړي او افغانستان نه دې خپلو عسکر د ویستلو کوم مهالویش دې نه ټاکي.

په لیک کې د امریکا د نوې ادارې نه غوښتل شوي دي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواوو په قوي کیدو دې غور وشي.
په لیک کې د امریکا د نوې ادارې نه غوښتل شوي دي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواوو په قوي کیدو دې غور وشي.

په لیک کې دا هم ویل شوي دي چې د امریکا راتلونکې اداره دې د افغانستان سره دې همکاري بې له قید او شرطه نه کوي بلکې په مقابل کې دې د افغانستان نه هم د ښې حکومتدارۍ او اقتصادي اصلاحاتو ضمانتونه واخلي.

په دغو جنرالانو کې جان ایلن،جنرال ډیوډ بارنو،جنرال جان کیمبل،جنرال سټینلي میکرسټل اوجنرال ډیوډ پیټریس شامل دي.

په پخوانیو سفیرانو کې جیمز کنهگم،پخوانیو سفیرانو ښاغلي، ران کراکر، رابرټ فن،زلمي خلیلزاد، او رونالډ نیومن، او ورسره افغانستان او پاکستان د پاره د امریکا د ولسمشر خاص استازو جیمز ډوبن او مارک گراسمن شامل دي.

د دغو پخوانیو چارواکو نه علاوه، په واشنگټن کې د مختلفو څیړنیزو مرکزونو د افغانستان د چارو کارپوهانو دغه لیک لیکلی دی.

په لیک کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه هم خبرې شوي دي او د امریکا د نوې ادارې نه غوښتل شوي دي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواوو په قوي کیدو دې غور وشي. په لیک کې دا هم راغلي دي چې د افغانستان حکومت هم مکلف دی چې خپل مسولیتونه ومني.

XS
SM
MD
LG