د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان، هند ته:که ثبوت لرې وړاندې شه، که نه، نو غلی شه


 د مودي په ځواب کې د پاکستانې چارواکو قهرجن غبرگون
د مودي په ځواب کې د پاکستانې چارواکو قهرجن غبرگون

د پاکستان د صدراعظم لوي سلاکار، سرتاج عزیز، په هندي کشمیر کې د اوري نومی سیمې پر پوځي اډې باندې د برید د سپیناوي دپاره چې پړه یې هند پر پاکستان اچولې ده، د یوه خپلواک نړیوال کمیسیون په لاس د څیړنی غږ کړی دی.

هغه پر هند باندې د کلکې نیوکې په ترڅ کې وویل، «هند پرته له کومې څیړنې، پاکستان تورنوي.»

ښاغلی عزیز زیاته کړه چې هند، د یو عادت په شان د هر برید نه وروسته، د ملامتۍ گوته پاکستان ته نیسي، نو له همدی کبله به دا غوره وي چې یو خپلواک نړیوال کمیسیون ددې مسلې د څیړنی دپاره په کار وگمارل شي.

د عزیز غبرگون پداسې حال کې خپریږي چې د کشمیر د مسلې په سر د هند او پاکستان ترمنځ د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې نوی مخالفتونو را برسیره شول.

ددې ترڅنگ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، نثآر علی خان هم نن دوشنبې ملگري ملتونه دیته وهڅول چې د پاکستان په ضد دې د هند د صدراعظم نریندر مودي قهرجن غبرگون او شدیدې څرگندونې یادداشت کړي.

د کشمیر د مسلی په تړاو هغه زیاته کړه چې پاکستان به د خپلو متحدینو، چین، سعودي عربستان، ترکیی او متحده عربی اماراتو څخه مرسته وغواړي څو د هند هغه هڅه شنډه کړي چې، د مودي د خبرو پر بنسټ، غواړي پاکستان په نړیواله کچه منزوي کړي.

هغه پخپله پر هند باندی تور ولگاوه چې د پاکستان په ضد د ترهه گرۍ اور ته د سري منابعو په لگولو لمن وي څو د پاکستان د بې ثباتۍ سبب وگرځي.

هغه وویل، «هند، د څو کلونو نه را پدې خوا په پاکستان کې دننه د ترهه گرو او ترهه گریزو فعالیتونو ملاتړ کوي.»

ښاغلی نثآر د پاکستان پر خلکو غږ وکړ چې د خپلو دښمنانو په وړاندې دی یو موټی اوسي او خپل یووالی په خپلو اعمالو کې په ډاگه کړي.

هغه وویل مونږ باید دا نړۍ ته څرگنده کړو چې که څوک مونږ ته د د ښمن په سترگه گوري نو مونږ یې هم د یوه ملت په توگه په وړاندی دریږو.

د پاکستان د پوځي عملیاتو عمومی قوماندان وایی ددې برید سره دپاکستان تړاو د وخت نه مخکې او بی بنیاده ادعا ده. هغه د خپل هندي سیال څخه غوښتنه وکړه چې ددې پیښې سره دې د پاکستان د لاس درلودنې او یاهم د استخبارتو د چارو مستند اسناد او ثوت وړاندی کړي او که نه نو ددې تشو تورونو څخه دې لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG