د امریکا متحده ایالتو د جمهوري ریاست ډیموکراته کاندیده هېلري کلېنټن او جمهوري غوښتونکی کاندید ډونالډ ټرمپ په یوه او بل له انتقادونو نه وروسته نن شپه په یوی مخامخ مناظری کې برخه اخلي .
په فلوريدا کې ميشت پاکستانې سياسي مبصر او ليکوال محمد تقي اشنا راډيو ته وويل ، د امريکا د ټاکنو لپاره د نن شپې مناظره ډيره مهمه ده ځکه د اوږده کمپاين نه وروسته دواړه کانديدان سره مخ کيږي او د تيرو ناندريو او يو پربل د انتقادونو باج به اخلي.
ښاغلي تقي زياته کړه ، سره له دی چې د کمپاين په موده کې د دواړو کانديدانو( هيلري کلنټن او ډانلد ټرمپ) اهداف او برنامي خلکو ته واضح بيان شوي او په مخامخ مناظره کې به کوم داسې نوې شئ نه وي چې د دوئ هدف او کړنلاره بدله کړي خو بيا هم ددواړو نوماندانو لپاره ښه موقع ده چې يو بل غلط ثابت کړي.
محمد تقي د مناظری دارزښت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د جان ايف کنيدی او نکسن د وخت مناظری د امريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو په تاريخ کې مهمې وبللې او ويی ويل چې د امريکا دا ډول مناظرې په نړۍ کې سارې نلري.
ټاکنو کې د مناظری پراهميت او نورو اړوندو موضوعاتو، محمد تقي سره د نوشابې اشنا بشپره مرکه دلته اوريدلائ شئ: