د لاس رسي وړ اتصالات

حافظي:افغانستان ٩٦ فيصده کسر بيلانس تجارت لري


په کابل کې د شپږو تولیدي فابریکو د بنسټ ډبرې د کېښودلو پر وخت جمهور ريس اشرف غني په خبرو کې ويلي چې لاهم افغانستان له اقتصادي پلوه خپلواکي نه‌ لري اود نورو هېوادونو په وارداتو متکي دی

د افغانستان سوداگرۍ خونې د بهرنيو اړيکو ريس اقتصاد پوه اذرخش حافظي اشنا راډيو ته د جمهور ريس د خبرو په تائيد وويل :

افغانستان له اقتصادي پلوه هغه مهال په خپلو پښو دريدلائ شي چې مقتدره حکومت ،له فساد څخه پاکه اداره او امنيت ولري.

ښاغلي حافظي زياته کړه د خصوصي سکتور سره سم چلند ، د امکاناتو څخه يی گټه اخيستل او دهغوئ هڅونه هغه څه دي چې افغانستان په لنډ مهال کې د اقتصاد له پلوه مستقل کولائ شي.

د يو هيواد لپاره اقتصادي خپلواکي په څه معنی؟

نوشابې اشنا د افغانستان سوداگرۍ خونې د بهرنيو اړيکو له ريس اقتصاد پوه اذرخش حافظي سره مرکه کړې ، هغه په پیل کې همدا پوښتنه ځواب کړی :

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00

XS
SM
MD
LG