د لاس رسي وړ اتصالات

حکيمي:افغان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې پوره چمتووالي سره ګډون کوي.


د افغانستان د ماليي وزير اکليل حکيمي اشنا راډيو ته وویل، د هغو مذاکراتو له مخې چې افغان دولت له نړیوالو مرسته کوونکو سره کړي دي څه د پاسه ۳.۵ میلیارده ډالر ژمنې ورسره شوي چې د بروکسل په کنفرانس کې به اعلان شي.

حکيمي وويل، څلور کاله مخکې د توکيو په کنفرانس کې يي د نړيوالو متحدينو سره د ځواب ويلو پرمتقابل پرنسيب موافقه کړې وه چې له مخې يی بايد ٥٠ فیصده مرسته شوې پيسې د ملي بود جې له لارې مصرف شي اوپه ټوليزه توگه به د پيسو په مصرف کې ٨٠ فيصده د حکومت لومړيتوبونه په نظر کې ونيول شي.

د افغانستان د ماليی وزير د بروکسل کنفرانس د افغانستان لپاره فوق العاده مهم وباله او زياته يی کړه چې راتلونکو څو کلونو لپاره د افغانستان سره د مالي مرستو تجديد غير له دی چې افغانستان او سيمې ته ښه پيغام لري ، په بانکونو کې به د پولي ثبات ، او د پانگوالو د اعتماد د جلب سبب شي، په کومه اندازه چې دا پیسې مصرفيږي په هماغه اندازه د طبعي اقتصاد د پرمختگ او توسعې سبب گرځي.

ښاغلي حکيمي داهم ياده کړه چې مرسته شوې پيسې به يواځې د ملکي برخې په پرمختيایی پروژو ، د ملي شورا تر نظارت لاندې مصرف شي.

په اروپا کې افغان مهاجرو مسالي ته يی اشاره وکړه چې د اروپايی هيوادونو له مشرانو سره يی خبري کړي تر څو په کنفرانس کې پداسې ډول اروپا کې د ميشتو مهاجرو مساله ياده شي چې د کنفرانس څخه د افغان حکومت تمې ته څه ستونزه پيدا نکړي.

ماليی وزيرد نړيوالې ټولنې د غوښتنو او شرايطو د پوره کولو په لړ کې فساد سره د مبارزې عدلي او قضايی مرکز جوړيدل او پدې برخه کې د حکومت فعاليت او لاسته راوړنې دپام وړ وبللي .

نوموړي زیاته کړه چې دوی یاد کنفرانس ته پوره چمتو والې لري او اړونده اسناد يی هم برابرکړي دي.

افغان ولسمشر د بروکسل په کنفرانس کې د ګډون لپاره نن غرمه د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بلجیم په لور روان شو.

په همدې توګه ټاکل شوې، چې ولسمشر غني د بروکسل کنفرانس په څنډه کې د ګډون‌کوونکو مرستندویو هیوادونو له مشرانو سره هم لیدنه وکړي.

د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس به سبا په بلجیم کې تر سره شي چې د افغان چارواکو ترڅنګ د مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو استازي به هم پکې ګډون ولري.

XS
SM
MD
LG