د لاس رسي وړ اتصالات

هند سره ددوستۍ سزا په پاکستان کې افغان کډوال گالي


په پاکستان کې پر افغان کډوالو د بیرته ستنیدلو فشارونه ډېر شوي دي.
په پاکستان کې پر افغان کډوالو د بیرته ستنیدلو فشارونه ډېر شوي دي.

اوس هره ورځ شا اوخوا زر کورنۍ بیرته افغانستان ته ځي.

دو دیرش کلن سمیع الله وایي پلار او مور یې پاکستان ته کډه شوي و. هغه په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د ناوړه سلوک یادونه وکړه او ویی ویل چې د افغانستان او هند ترمنځ د دوستۍ نه وروسته دوي ته د هندو خطاب کیږي.

افغانانو ته په پاکستان کې د کابلی غږ کیده خو اوس مونږ ته د هندو خطاب کیږي.

سمیع الله د پاکستان د مانسهرې په ښار کې زیږیدلی دی، له ډېرو کلونو راهیسي هلته دوکاندار و. دی وایي د هند سره د افغانستان د اړیکو د ښې کیدو له امله، له افغان کډوالو سره د ځایي پاکستانیانو اړیکې خرابې شوې.

له هندوستان سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د سلما ډېم د جوړولولو له امله پاکستان دوی ته د هندوانو د دوستی پیغور ورکوي او ورته وایي چې دلته څه کوئ خپل دوست ته ورشئ.

د سمیع الله په څیر اکثریت مهاجرین خپل هیواد ته په بیرته راستنیدلو خوشاله دي خو د حکومت او خیریه موسسو نه د مرستې تمه لري. دودیرش کلنه شیربانو ماشومه تللې وه او اوس بیرته راغلې ده.

شیربانو احمد د افغانانو سره د پاکستاني پولیسو سلوک داسې تشریح کوي. « پولیس, افغان مهاجرینو ته په لوي لاس ستونزې جوړوي. ماشومانو ته مو ښوونځي نشته. زمونږ حال خورا ناوړه دی.»

د کډوالو اداره یو ان ایچ سي ار، هر بیرته راستنیدونکې ته څلور سوه ډالره ورکوي. د هرې کورنۍ سره عاجلې طبي مرستې کوي، او د ماینونو څخه د ځان خوندي کولو د پوهاوي پروگرامونه یې هم ورته جوړ کړي دي.

خو په کابل کې د یو ان سي ایچ ار رئیسه مایا امیراتونگا وایي ددې خلکو بیرته ځای پر ځای کیدل اسان کار نه دی.

هغې وویل، «دغو خلکو درې لسیزې عمر د هیواد څخه بهر تیر کړی دی. د دوی نیکونه د افغانستان څخه تللي و، اوسنی بیرته راستنیدونکی نسل له افغاسنتان سره بلدتیا نلري.»

د یو ان ایچ سي ار چارواکې وایي بیرته راسنیدونکو دوه سترې ستونزې لري. لومړی باید د سر پټولو غم وخوري، چې ځان او ماشومان خوندې کړي او دوهم باید ځانونو ته کار پیدا کړي چې بیرته په خپلو پښو ودریږي.

یو ان ایچ سي ار وایي په جون کې ١۴٣٣، په جولای کې ١١٥٠٠ ، او په اگست کې شپیته زره افغانان له پاکستانه بیرته راغلل.

سږ کال ټولټال نوي زره افغانان بیرته راغلي دي او اټکل کیږي چې د کال تر پایه به دوه سوه او شل زره کسان بیرته راشي.

XS
SM
MD
LG