د لاس رسي وړ اتصالات

پښتون هنرمند جمال شاه به افغانستان ته ځي


د پاکستان مشهور پښتون هنرمند،سندرغاړی او فلم جوړونکی ،جمال شاه چې دا وخت د پاکستان د نیشنل کونسل فار ارټس مشر هم دی.په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د کلتوري اتشه ښاغلي عبدالرحمن حبیبزوی سره ېې یوه لیدنه کې ژمنه کړیده چې دی به افغانستان ته ځي او هلته به د افغانستان د هنرمندانو او هنري قشرونو سره خپله تجربه شریکوي او هر ډول همکاري به ورسره کوي.

جمال شاه پخپله د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې وویل چې دی د افغانستان سره ځانگړې رشته او مینه لري او هرکله چې ورته بلنه ورکړل شي دی تیار دی چې هلته لاړ شي او د څه ېې چې له توانه کیږي، همکاري به ورسره کوي.

اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کلتوري اتشه ښاغلی حبیزوی د جمال شاه سره
اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کلتوري اتشه ښاغلی حبیزوی د جمال شاه سره

جمال شاه چې دا دې نیزدو ورځو کې ېې د بدل په نوم یو سینمايي فلم هم جوړ کړیدی ،غواړي چې د ده فلم د افغانستان په سینما گانو کې نندارې ته وړاندې شي. جمال شاه وايي چې بدل فلم په سیمه کې د افراطیت او ترهگرۍ په روانو نادودو جوړ شویدی ،چې د افغانستان اوپاکستان دواړه ولسونه ېې اغیزمن کړیدي.

جمال شاه وايي چې هنر یوازینۍ او گټوره وسیله ده چې د دواړو طرفونو ترمنځ موجودې کشالې حل کولی او بدگمانۍ ختمولی شي. هغه وویل چې هنر مندان د سولې سفیران وي او د دوي تگ راتگ د دواړو طرفونو د اړیکو دپاره یو ښه زیری کیدی شي.

د جمال شاه سره د لیدو نه پس اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کلتوري اتشه ښاغلي عبدالرحمن حبیبزوی وویل چې دوي چې د کومې ورځې نه کار پیل کړیدی نو د پاکستان حکومت ته ېې د فرهنگ او هنر د پوهاوي، د رسنیو او تورزیزم په برخه کې د همکاریو په اړه تړونونه وړاندې کړیدي، چې لا ېې ځواب نه دی راغلی. خو د پاکستان د ارټس د ملي کونسل د نوي مقرر شوی مشر جمال شاه سره خبرو کې ورته دا ډاډ ورکړل شو چې دوي به دغه تړونه تعقبوي او عملي بڼه به ورکوي

جمال شاه د بدل په نوم یو سینمايي فلم هم جوړ کړیدی چې د افراطیت په موضوع دی
جمال شاه د بدل په نوم یو سینمايي فلم هم جوړ کړیدی چې د افراطیت په موضوع دی

ښاغلي حبیبزوی وویل چې باید یو داسې چوکاټ کار وشي چې داسې هنري پروگرامونه تیار شي چې د دواړو طرفونو پښتنو ته خپل تولید او د کلتور ښکارندوی ووسي.

دې لیدنه کې اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت فرهنگي اتشې جمال شاه ته افغانستان ته د راتلو بلنه وركره همداشان د افغاني سينما په برخه كي د گډو هنري پروگرامونو په جورولو باندي توافق هم وشو.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:12 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG