د لاس رسي وړ اتصالات

چین دوه فضانوردان فضا ته په اوږد مهاله سفر ولېږل


د شینزو ۱۱ فضایي بیړۍ د توغېدو په حال کې.
د شینزو ۱۱ فضایي بیړۍ د توغېدو په حال کې.

چین د دوشنبې په ورځ فضا ته خپل دوه فضانوردان ولېږل چې ټاکل شوې ده د ځمکې په مدار کې په یوه فضايي لابراتوار کې یوه میاشت تېره کړي. دغه لابراتوار تر ۲۰۲۲ کال پورې په فضا کې د داسې یوه فضايي سټیشن د جوړولو برخه ده چې ټاکل شوې انسانان په کې په دایمي توګه حضور ولري.

د شینزو ۱۱ فضایي بیړۍ په سیمه ییز وخت د سهار په نهو بجو او دیرش دقیقو د ګوبي له بیدیا څخه وتوغول شوه چې تصویرونه یې همهاله له تلویزیون څخه خپرېدل.

دواړه فضانوردان به په فضايي لابراتوار کې او یا هم د هیفن لي پلیس ټو په نامه یوه بل فضایي ستیشن کې چې تیره میاشت فضا ته ولېږل شو راښکته شي. د چین رسنۍ وايي دا به په فضا کې د چینايي فضانوردانو تر ټولو ډیره اوسېدنه وي.

د دوشنبې په ورځ سهار وختي د چین د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس له دواړو فضانوردانو سره وکتل او دوی ته یې د بریا هیله وکړه.

یو بل ورته ماموریت کې په ۲۰۱۳ کال کې درې چینايي فضانوردانو په مدار کې ۱۵ ورځې تیرې کړې وې.

د چین پرمختللی فضایي پروګرام د بیجنګ لپاره لومړیتوب لري او ولسمشر ژي پینګ غواړي په فضا کې د چین حضور ثابت کړي.

چین ټینګار کوي چې فضايي پروګرام یې سوله ییزې موخې لري.

شینزو ۱۱ چې معنۍ یې سپیڅلې بیړۍ ده به همدارنګه د هانک ګانک د متوسط ښوونځي د شاګرادانو درې تجربې چې د ساینس په سیالۍ کې انتخاب شوې له ځان سره انتقال کړي. په یوې تجربه کې فضا ته د ورېښمو د چنجیو وړل هم شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په فضا کې د چین وړتیاوو زیاتېدو ته په اشارې سره ویلي د چین د فعالیتونو د زیاتېدا موخه د نورو هېوادونو له خوا په فضا کې د هغو وړتیاو مخه نیول دي چې په بحراني حالاتو کې ورته اړتیا پېښیږي.

چین د پوځي، تجارتي او ساینسي مقاصدو لپاره د فضايي پروګرامونو په پراختیا کارکوي، خو لاتراوسه یې په فضا کې د امریکا او روسیې په شان وړتیاو ته لاسرسی ندی پیداکړی.

په ۲۰۱۳ کال کې د چین یوه فضايي بیړۍ په سپوږمۍ کې ښکته شوه خو ډیر ژر له ډیرو تخنیکو مشکلاتو سره مخامخ شوه.

دا لومړۍ ځل وو چې چین له ۱۹۷۶ کال راهیسې د سپوږمۍ پرمخ د ښکته کېدو بریالی ماموریت ترسره کړ. امریکا او پخواني شوروي دغه ډول ماموریتونه له دې مخکې اجرا کړي و.

یوه جګپوړي چینايي مقام د اپریل په میاشت کې ویلي و چې چین به د خپل فضايي ستیشن د جوړولو د اړتیا وړ اساسي وسایل په ۲۰۱۸ کال کې فضا ته ولېږدوي او په ۲۰۲۲ کې به کې خپل فعال فضايي ستیشن ولري.

XS
SM
MD
LG