د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند او ارزگان د جنگ ځپلو د پاره د کرکټ خېریه سیالي


د افغانستان کرکټ بورډ تابیا کړیده چې د نومبر په څلورمه نیټه د جمعې په ورځ د کابل په کرکټ مېدان کې یو نمایشي او خیریه لوبه ترسره کړي، چې هدف ېې د هلمند او ارزگان ولایتونو جنگ ځپلو او بې کوره شو خلکو دپاره مرستې راغونډول دي.

د افغانستان کرکت د ملي ټیم منیجر حاجي ولي امین وايي چې دا شل اوریزه سیالي به د کابل په وخت سهار یولس بجې پیلیږی او د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مشهور لوبغاړي به پکې برخه اخلي. هغه وویل چې د کندوز د جنگ ځپلو سره د مرستې په هدف د کرکټ د خېریه سیالۍ نه پس د هلمند او ارزگان ولایتونو د جنگ ځپلو وطنوالو سره د مرستې دپاره دا دویم نوښت دی چې د افغانستان کرکټ بورډ ېې کوي. هغه د کرکټ د مینه والو نه هیله وکړه چې د کابل کرکټ میدان ته راشي ،ټکټونه واخلي او د خپلو اتلانو د نیزدې نه د لیدو سره سره د کندوز د جنگ ځپلو وطنوالو سره د مرستو کې هم ونډه واخلي.

حاجي ولي امین دا هم وايي چې تېر کال هم چې کندوز باندې سخت وخت راغلی و نو د افغانستان کرکټ بورډ همداسې یوه خیریه کرکټ سیالي ترسره او د هغې په نتیجه کې راغونډې شوې مرستې ېې د کندوز ضرورت مندو خلکو ته ورسولې او د نومبر د څلورمې نیټې د سیالۍ نه ترلاسه شوې مرستې به د هلمند او ارزگان ولایتونو مستحقو خلکو ته رسیږي. .

د افغانستان کرکټ بورډ مسولین هیله مند دي چې د افغانستان دولتي چارواکي، د پارلمان غړي او نور شتمن خلک او ملي تجاران به د دې لوبې لیدو ته ورشي او هلمند او ارزگان ولایتونو جنگ ځپلي ولس سره د مرستو په دې کمپاین کې ورسره برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG