د لاس رسي وړ اتصالات

لسګونه میلیونه امریکایانو لا له وړاندې رایې ورکړي


په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په اتمه کیږي
په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په اتمه کیږي

که څه هم په امریکا کې د انتخاباتو ورځ د نومبر اتمه ده خو اوس هم خلګ رایه اچوي. د سږکال په انتخاباتو کې په بې ساري توګه خلګو خپلې رایې وختي اچولې دي.

د انتخاباتو نه څو ورځې ورځې مخکې شاوخوا ۳۰ میلیونو امریکانو په ۳۸ ایالتونو کې رایې کارولي وي. د تیرو انتخاباتو نه دا ځل دوه برابره خلګو د انتخاباتو د ورځې نه مخکې رایې ورکړي دي.

که څه هم د سږکال د انتخاباتو د ورځې نه مخکې ډیرې رایې اچول شويدي خو بیا هم د ۲۰۱۲ کال د انتخاباتو په پرتله لږو افریقایي الاصلو امریکایانو خپلې رایې کارولي دي.

د انتخاباتو نه مخکې د لږو افریقايي الاصله امریکایانو برخه اخیستنه بیا د دیموکراتانو په مینځ کې اندیښنه پيدا کړې، دا ځکه چې په تاریخي لحاظ افریقايي الاصله امریکایانو د دیموکراتانو نه ملاتړ کړی دی.

انتخاباتي مبارزې

په امریکا کې د انتخاباتو ورځې ته شپږ ورځې پاته دي او دواړو کاندیدانو په پوره زور سره خپلو انتخاباتي مبارزو ته ادامه ورکړې ده.

د چهارشنبې په ورځ ناوخته د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن په انتخاباتي غونډه کې برخه واخیستله.

خو د دیموکرات ګوند مشرانو، د جمهوري رئیس اوباما په شمول، د امریکا په بیلابیلو ځایونو کې د هیلري کلنټن په ملاتړ غونډې وکړي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په فلوریدا کې غونډه وکړه.

د فلوریډا آیالت به د سږکال په انتخاباتو کې کلیدي نقش ولري. ټرمپ په یوې غونډه کې وویل:

«تاسو د خپلو رايېو سره کولای شي چې سیستم مات کړی، هغه سیستم چې د درغلیو ډک دی او عدالت تامین کړی، نو وختی ولاړ شی او خپله رایه وکاروی.»

په عین وخت کې د دیموکرات ګوند مشران، د خپل کاندیدې په ملاتړ، په بیلابیلو ځایونو کې غونډې وکړي.

د امریکا د جمهوررئیس مرستیال جو بایډن په فلوریدا کې په یوه غونډه کې وینا وکړه. هغه وویل چې فلوریډا ایالت به کلیدي نقش ولري او خلګ باید چې رایې ورکړی.

جمهوررئیس اوباما په شمالي کارولینا کې په انتخاباتي غونډې کې وینا وکړه.

«هغه [هیلري کلنټن] په مناسب وخت کې مناسبه کاندیده ده. خو شمالي کارولینا دا مو په یاد وي چې که چیري موږ انتخابات و نه ګټو نو زموږ د اتو کلنو لاس ته راوړنې او د اتو راتلونکو کلنو هیلې به مو د هیڅ سره برابر شي. او موږ انتخابات نه شو ګټلی که شمالي کارولینا و نه ګټو. . . .»

د اوباما او د کلنټن د نورو ملاتړو کوونکو نه علاوه، د دیموکرات ګوند د مقدماتي انتخاباتو په جریان کې د کلنټن پخواني سیال سناتور برني سنډرس او د دیموکرات ګوند یوې بلې مخکښې څیرې الیزابیت وارن هم د کلنټن په ملاتړ غونډه وکړي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید چې د چهارشنبې په ورځ په فلوریدا کې و په پلان کې لري چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو شمالي کارولینا او پنسلوانیا ته سفر وکړي. که چیري هغه د انتخاباتو ګټل غواړي نو دغه درې سره ایالتونه باید وګټي.

د کلنټنې ملاتړ

د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما وايي چې په دې باور دی چې که چیري ډونالډ ټرمپ انتخابات وګټي نو د امریکا «جمهوریت په خطر» کې دی.

اوباما د چهارشنبې په ورځ په شمالي کارولینا کې د هیلري کلنټن په ملاتړ کمپاین کاوه.

شمالي کارولینا یو له هغو ایالتونو نه دی چې ویل کیږي د سږکال په انتخاباتو کې به کلیدي نقش ولري.

دواړه کاندیدان په دې نظر دي چې که چیري د انتخابات ګټل غواړی نو باید چې شمالي کارولینا وګټي.

اوباما وویل چې په ۲۰۰۸ کال کې یې جان مکین ته او په ۲۰۱۲ کال کې یې میټ رامني ته د انتخاباتو د بایللو په اړه دا فکر نه کاوه چې هیواد په خطر کې دی.

هغه زیاته کړه چې اوس فکر کوي چې که چیري ډونالډ ټرمپ انتخابات وګټي نو هیواد به یې په خطر کې وي.

هغه د شمالي کارولینا د خلګو نه وغوښتل چې رایه ورکړي او دا فکر دې نه کوي چې ګوندي د دوی رایه تاثیر نه لري.

هغه په تیره بیا د تورپوستو یا افریقايي الاصله امریکایانو نه وغوښتل چې خپلې رایې وکاروي.

XS
SM
MD
LG