د لاس رسي وړ اتصالات

فريده مومند:واقعي اسلام به په نوي پوهنتون کې محصلينو ته تدريس شي


ننگرهار کې نن د نړۍ په کچه د دريم نړيوال اسلامي پوهنتون جوړيدو د تهداب ډبره کيښودل شوه .

د افغانستان د لوړو زده کړو چارو وزيرې فريدی مومند اشنا راډيو ته وويل، ددې پوهتنون د جوړيدو وړانديز د پخواني جمهور ريس حامد کرزي پر وخت شوې وو چې ډير وخت يي خبره همداسې پاتې وه خو له څه مودې راپديخوا د لوړو زده کړو وزارت د هڅو په نتيجه کې يی نن د تهدابډبره کيښودل شوه.

آغلې مومند زياته کړه ، اسلامي پوهنتون به په نړيوالو معيارونو برابر جوړشي، د لس زره محصلينو لپاره د زده کړې امکانات به ولري او استادان به يی په لوړه کچه په بهر کې وروزل شي تر څو (واقعي اسلام پيژندنه په پوهنتون کې محصلينو ته تدريس کړي ).

د افغانستان د لوړو زده کړو چارو وزيرې دا هم وويل چې د پوهنتون تر جوړيدو دوئ ته ښه فرصت دې چې استادان وروزي ، په نړيوال معيارونو برابر د وخت د غوښتنې سره سم عصري وسايل او لابراتوارونه دی پوهنتون ته برابر کړي.

په جوړيدونکي نړيوال اسلامي پوهنتو ن کې به د اسلامي زده کړو تر څنگ چې د شريعاتو په پوهنځي کې به تدريسيږي نور پوهنځي به هم وي چې ساينسي او عصري علوم به ځوانانو ته زده کوي.

که څه هم فريدی مومند د کوم مشخص هيواد نوم ذکر نکړ خو ويي ويل د اسلامي پوهنتون په جوړيدو به د هغو ځوانانو مخه ونيو ل شي چې د اسلامي زده کړو لپاره نورو ملکونو او پرديو مدرسو ته ځي.

د افغانستان د لوړو زده کړو چارو وزيری فريدې مومند سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:47 0:00

XS
SM
MD
LG