د لاس رسي وړ اتصالات

سپوږمۍ وردک: پر افغان ښځو زور زیاتی کم شوی دی

  • نوشابه آشنا

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د بشري حقونو، ملي او بين المللي موسساتو سره په همغږۍ به د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په خاطر د عامه پوهاوي له لارې کمپاين او نور ځانگړي پروګرامونه چې په پام کې لرې، پرمخ بوځي.

د وزارت پاليسۍ د برخې مرستيالې سپوږمۍ وردک امریکا غږ اشنا ته وويل چې په دې اړه یې له اړوندو برخو سره خبرې هم کړي دي.

اغلې وردک زياته کړه سره له دی چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاو تريخوالي د تير کال په پرتله پام وړ کم شوي خو بيا هم د پيښو بڼې ډيرې شديدې او زړه بوگنونکي دي.

نوموړې دا هم وويل چې د نا امنه سيمو پيښې نه ثبتيږي، په غير مستقيمه توگه وزارت ورڅخه خبريږي خو په هغو امن سيمو کې چې د حکومت تر حاکميت لاندې دي، خلک اوس پوه شوي چې چيرته ولاړ شي.

سپوږمۍ وردک سره نوشابې اشنا مرکه کړې، هغه په پيل کې د نومبر له پنځه ويشتمې نه مخکې د ښځو چارو وزارت د فعاليتونو په پلان غږيدلې:

XS
SM
MD
LG