د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پوځ د یوه معلول سرتیري د میړانې کیسه!


ریاض په پوځ کې د معلولو او وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره د مرستې غږ کوي

ریاض په پوځ کې د معلولو او وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره د مرستې غږ کوي

په نیمګړي ځان، خوارو مټو او زاړه سایکل یې د ژوندانه د یوې ستړې ورځې شروع.

خو دا خوارۍ د نورو لپاره د ښې زنده ګۍ په نیت کوي، ځکه کورونه یې ابادوي.

د افغان پوځ دا پخوانی سرتیری د پکتیکا په یوه لرې پرته سیمه کې ماین چاودنې له غبرګو پښو خلاص کړی.

ددې زلمي د نیکونو وطن کونړ دی، خو له تیرو څو کلونو راهیسې په ننګرهار کې ژوند کوي.

محمد ریاض په خپل کړي خدمت ویاړي او وایي دا جګړه نه ده خو د نورو لپاره د کورنو جوړل هم خاورې ته د خدمت بیلګه ده.

هغه وايي په خپله خاوره مین دی، ځکه خو کله هم ځان ته د یوه معلول په سترګه نه ګوري.

د ملي اردو دا پخوانی سرتیری محمد ریاض وایي، « درد خو ډیر و، ځکه انسان دیته سوچ کوي چې په راتلونکی کې به پدې حال سره څه کیږي؟ خو د الله تعالی رحم دی چی ښه می ساتي. زه د خدای تعالی نه ډیر ډیر شکرگذار یم. دا دردونه خو د ژوند معاملی دي.»

ریاض د خپلو لاسونو د تڼاکو په پیسو دولس کسیزه کورنۍ ساتي او وايي هغه څه چې په ژوندانه کی به یی ونه مني، نورو ته د سوال کول دي.

هغه زیاتوي چې، «یوه ورځ ناست ومه، یو سړی راغی او ماته یی یو څه پیسی مخی ته کړې، هغه خو د مینی او مهربانۍ نه دا کار وکړ، د هغه دې کور ودان وي، ما ورته وویل چې مننه وروره، دا یوه بل مسکین او غریب ته ورکړه، خو هغه وویل دا څنگه چل دی چې ته دا سل روپۍ نه غواړې. ما ورته وویل چې وروره شکر دی، که پښې نلرم خو لاسونه لرم، او الله دومره راکوي چې ځان او کورنۍ پې سمبال کړم.»

هغه ته په خپله سیمه کې ډېر خلک د یوه مبارز په توګه ګوري، ځکه ډېرو هغو ته پېغور دی چې په څلورو څانګو روغ، خو بې همته دي.

ځایی اوسیدونکی او کاریگر، نورزاده، د ریاض لوړ همت ستایي او په اړه یې داسې وایي، «خبره دا ده وروره چې ښه روغ رمټ ځوانان گوروو چې کار نه کوي او سوال کوي، افسوس دوي ته په کار دی. کار ښه دی که سوال، زه وایم او دا با همته ځوان وایي، کار!»

ده ته په پوځ کې د دندې پر وخت د زړورتیا دوه مډالونه هم ورکړل شوي، ریاض دغو مدالونو ته په درنه ګوري، ځکه یې په څو پلاستیکي کڅوړو کې نغښتي دي.

ریاض تر اوسه د ژوند ملګرې نه ده موندلې، ځکه د پلار ناروغي او کورنۍ ساتل یې تر هغه وړاندې ګڼلي دي.

هغه ایله دومره ګټي چې خپل ژوند پرې وچلوي او د پلار د مثانې د ناروغۍ درملنه وکړي.

خو وایی د هغه د درملنی دپاره به د هیڅ ډول زیار نه لاس وانخلي.

محصل خان د ریاض پلار د خپل زوي د زیار او قربانۍ په اړه داسې وایی، « زه دا دوه کاله وشول چې ناروغ یم، یولس عملیاتونه می کړي دي. بس دا می قسمت دی. مونږ سره د دولت له خوا هیڅ کمک ندی شوی.»

پنځه دېرش کلن ریاض په حکومت غږ کوي چې په پوځ کې د معلولو او وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره مرستې زیاتې کړي، ځکه دوی د خپلې خاورې د ساتنې قرباني دي.

XS
SM
MD
LG