د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: فکر نه کوم روسیې په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وي


منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روسېې د کمپیوټري مداخلی په اړه د خپلې بې باوری احساس پټ نکړ
منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روسېې د کمپیوټري مداخلی په اړه د خپلې بې باوری احساس پټ نکړ

هغه د استخباراتو ددې ارزونې سره چې مسکو به د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وي، شک او تردید څرگند کړ. استخباراتي ادارې وايي چې روسیې د کمپیوټري مداخلې له لارې دامریکا یوشمېر سیاسي ادارو په اړه معلومات غلا کړی دی او د خپلې خوښې او انتخاب پر بنايي خپروي.

په واشنگټن کې دا ا ندېښنه مخ په زیاتیدو ده چې د مِتحده ا یالاتو د راتلونکي ولسمشر اړیکې به داستخباراتو له ادارو سره څنگه وي.

منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل جمهوري ریاست د پرانیستنې لپاره ځان چمتو کوي؛ خو هغه د روسېې د کمپیوټري مداخلی په اړه د خپلې بې باوری احساس پټ نکړ او وې ویل چی دی پرې باور نلري.

هغه وویل، «زه پرې باور نلرم. هغوی په دې نپوهېږي چې داروسیه وه که چین او یا بل څوک.کیدی شي یو تن چېرته په خپله بستره کې ناست وي.»

دبرحآل ولسمشر براک اوباما ادارې دروسیې دکمپیوټري مداخلی په اړه د بشپړو تحقیقاتو امر ورکړی دی چی دده ددورې د خلاصېدو نه مخکې بشپړ شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند دې مسلې ته داسې اشاره وکړه، «زموږ داستخباراتو ادارو دا تشخیص کړېده چې دتخریبوونکيو سایبري بریدونو موخه داوه چی زموږ په انتخاباتو کې مداخله وکړي. زموږ استخباراتو دا خبره واضح کړېده چی دا فعالیتونه د روسیې د حکومت له خوانه په لوړه کچه اداره کېدل.»

د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د قدرت د انتقال ډلې دامریکا پر استخباراتو کلکه نیوکه وکړله او وې ویل چې دا هماغه خلک دي چی وې ویل صدام حسین د ډله ئیزي وژنې وسلې لري.

دموکراتان هڅه کوي چې په انتخاباتو کې د تیرې میاشتی د ماتې لپاره پلمه پیدا کاندي.

د ډانلډ ټرمپ د دفتر ریاست ته نوماند، رینې پريبوس له اې بي سي شبکې سره د مرکې په ترڅ کې وویل، «روسانو هیلري کلنټن ته ندي ویلي چی ویسکانسن او مشیگن ته پاملرنه ونکړي. هغې د ناوړه نظریاتو له امله انتخابات بایلل»

د کانگرس غړي د روسانو د لاسوهني په اړه د دوه گوندي تحقیقاتو غوښتنه کوي.

دموکرات سناتور، کلیر مکاسکل،

دا د جگړې یو ډول وباله. «دا د جگړې یو ډول دی. ولادمیر پوټین یو سرزوری بدمعاش دی.

له زور نه کاراخلي. هغه غواړي زموږ پر انتخاباتو اغېزه وکړي پکار ده له هغه سره حساب وشي.»

جمهوري غوښتونکی سناتور، رانډ پال، د ځان نه د دفاع پر ټکي ټینگار کوي. هغه وویل، « پکارده موږ په دې پوه شو چې څه پېښ شول او څنگه له ځان نه دفاع وکړو.بې له شکه دا په نړۍ کې د گڼو منابعو له خوانه یو خطر دی.»

په انتخاباتو کې د روسیې دمداخلې نه علاوه منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فاکس خبري چینل ته وویل چی دی به له استخباراتوسره هغه وخت د معلوماتو په اړه غونډه وکړي چې ضرورت ورته موجودوي.

XS
SM
MD
LG