د لاس رسي وړ اتصالات

حکمینه؛ په تدبیر کې نارینه او په عطوفت کې ښځه


حکمينې پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پرضد جهاد کې هم برخه اخيستې وه.
حکمينې پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پرضد جهاد کې هم برخه اخيستې وه.

۵۵ کلنه حکمينه د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکې ده. پلار يې دومره ورباندې ډاډ درلود چې د کورنۍ سرپرستي ورسپارلې وه، نو هغه وایي ځکه يې واده ندی کړی.

زده کړې يې نه دي کړې، خو مهاجرتونو او نورو اجتماعي ستونزو مدني مبارزه روزلې. په تېرو دوو دورو کې د خوست د ولايتي شورا غړې هم وه.

هغه وایي، ”زه هغو سيمو ته ځم چې هلته نورې ښځې نشي تللی. يا خو مې څوک نه پېژني او يا موټر کې کښېنم، تومانچه، ټوپک او ستاواه راسره وي، نو څوک څه نشی راته ويلی. د ښځو ستونزې حل کوم او د ښځو ټولې ستونزې راته معلومې دي‟.

هغی ته کور له پلاره په ميراث پاتې دی، هغې د پلار څخه ور پاتی توره، تبر، انګريزي ټوپک او ځينې نور پخواني توکي اوس هم په احتیاط ساتلي دي او په ليدو يې د خپل مور او پلار ياد تازه کوي.

حکمينې پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پرضد جهاد کې هم برخه اخيستې وه. د مجاهدينو جبهو ته يې وسلې او مهمات رسول او له پلار سره يې اوږه په اوږه په دغه انګريزي ټوپک جګړه کوله.

هغه وایي، ” کله چې روسان د تڼيو ژورې ته تلل، موږ د هغوی په مقابل کې کل ودرېدو او مات مو کړل. زه په خپله په کې جنګيدم. تر هغه چې روسان له خوست څخه نه ووتلي، ما خپل جهاد دوامدار ساتلی و‟.

حکمينې د خپلې سيمې د نجونو د زده کړو لپاره خپله پنځه جريبه ځمکه مدرسې او يوه ښوونځي ته ځانگړې کړې. د ښځو د مشکلاتو د حل لپاره دوه سوه کسيزه ټولنه لري او وخت ناوخت پرمسايلو بحث کوي.

هغی زیاته کړه، ”زما لومړۍ غوښتنه دا ده، چې ښځې زده کړې وکړي او بيا خپل اولادونه سم وروزي، له مخدره موادو يې راوګرځوي، د ټوپک پرځای قلم ورکړي او په هېواد کې مو سوله راشي، ښوونځي جوړ شي او سړکونه ورجوړ شي‟.

د حکمینې ځینې کیسې نه یوازې په افغانستان، بلکې په ځينو نړيوالو چاپي مطبوعاتو کې هم خپرې شوې او د افغان ښځو د لوړ مورال او ميړانې بېلګه ياده شوې.

مدني فعال سپين ګل روان نورزي د حکمینې په اړه داسی نظر وښود، ” د حکميې کيسه نړيوالو ته دا پيغام ورکوي، چې مېرمنې په سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې له نارينه وو سره اوږه په اوږه ودرېږي او په هر پرمختګ کې ورسره برخه واخلي‟.

حکمينه له خپلو دوو وروڼو سره په کور کې اوسي ا په ټولنه کې هم د خپل جرات له امله له پراخ نفوذ څخه برخمنه ده.

XS
SM
MD
LG