د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې ځانمرګو بریدګرو اووه تنه ووژل


برید د داعش ډلې کړی دی
برید د داعش ډلې کړی دی

په جنوبي عراق کې چارواکي وايي چې وسله والو چې ځانمرګه واسکټونه یې اغوستي وو د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې یې برید وکړ لږ تر لږه اووه کسان یې ووژل.

چارواکي وايي چې په برید کې چې د قادسیې په ښارګوټي کې شوی دی، ۱۵ تنه نور ټپیان شوي هم دي. برید د بغداد په ۱۸۰ کیلومیټرۍ کې جنوب لورې ته شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي چې برید د اسلامي دولت ډلې کړی دی او ټول برید کونکي وژل شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعد مان وايي چې بریدکونکو هڅه کوله چې ځانونه د نجف ښار ته ورسوي او هلته چاودنې وکړي. نجف د عراق د شعیه ګانو مذهبي مرکز ګڼل کیږي.

د عراق په جنوب کې بریدونه ډیر کم کیږي ځکه په دغه سیمه کې اکثریت شعیه ګان اوسیږي. داعش د عراق په جنوب کې نشته خو کله نا کله په دې سیمې باندې بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG