د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې ادعا وغندله


د روسیې د ولسمشر، ولایمیر پوتین ویاند، دیمیتري پیسکوف د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د روسیې د ولسمشر، ولایمیر پوتین ویاند، دیمیتري پیسکوف د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د روسیی د ولسمشر، ولایمیر پوتین ویاند، دیمیتري پیسکوف نن د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب په ترڅ کې وویل، « دا پر بی ځایه تودو احساساتو ولاړ یو تور دی چې د استخباراتو یوی اداری له خوا یو مسلکي خدمت هم نشي بلل کیدای.»

هغه زیاته کړه چې، « مونږ نور ددې ډول تورونو څخه ستړي شوي یو.»

دسپینی ماڼۍ راتلونکي اداري رئیس، رینس پریبس، پرون ویلي و چې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ اوس په دې عقیده دی چی د روسیه تیرکال د انتخاباتوپه وخت په سایبری لاسوهنې لتاړه وه.

د استخباراتو ددې رپوټ په اړه لا ددواړو گوندونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو عکس العملونه ښودلي.

دسپبنی مآڼۍ راتلونکي اداري رئیس رینس پریبس وویل منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې پخوايي دانتخاباتو په وخت کې د روسانو په مداخله کې شک درلود هغه به اوس دامریکا په راتلونکیو انتخاباتو کې د مداخلو د مخنیوی امر وکړي.

ددې پوښتنی په ځواب کې چی ډانلډ ټرمپ درپوټ نتایج منی که نه دهغه مشرې سلاکارې کلیان کانوې، ان بي سی ته وویل، روسیه په مداخله کې نده کامیابه شوې او ډانلډ ټرمپ په صادقانه او منصفانه ډول انتخابات وگټل.

ډانلډ ټرمپ په خپله په ټوېټر کې ولیکل چې " استخبارات په ټینگه داخبره کوي چی ددې شواهد په بشپړه توگه نشته چې سایبری مداخلی د انتخاباتو پر نتایجو اغیزه کړېده"

د متحده ایالاتو د استخباراتو دغه تازه پوټ وايی دروسیی د ولسمشر ویلاديمیر پوټین د سایبري مداخلې مقصد داو چی ډانلډ ټرمپ بري ته ورسوي.

پدې اړه د اوباما غبرگون خورا کلک و. هغه وویل، "..رپوټ ډېر واضح دی. اول، روسانو د انتخاباتوپه بهیر کې د مداخلې کوشش وکړ. هغه سایبري لاسوهنه چی دروسانو له خوانه وشوه، هغه د دې هڅو یوه برخه وه. هغوی د نتایجولپاره څرگند ترجیحات په نظر کې نیولي وو.»

ولسمشر اومابا داهم وویل چې ده د بهرنیو هیوادونو قابلیت چی د متحده ایالاتو په دموکراتیک بهیر کې مداخله وکړي، کم ارزښته گڼلې و. هغه زیاته کړه، «..روسانو نیت وکړ چی مداخله وکړي او مداخله ېې وکړله"

سره له دې هم د امریکا ددواړو گوندونو سناتوران پر روسیې د لانورو بندیزونو غږ کوي.

دموکرات سناتور، ریچرد بلومنتال، وایي، " په دې کې هیڅ شک نشته چې روسانو سایبری مداخله وکړله اومعلومات ېې پټ کړل اوبیاېې د وسلی په توگه د متحده ایالاتوخلاف وکارول. پکارده موږ پرې لاسخت بندیزونه ولگوو.

جمهوري غوښتونکی سناتور، لنډسې گراهام، وویل، " په دې کې شک نشته چې داکار روسیې کړی دی، بل ځل ېې ایرانیان او چینایان هم کولی شي. نن ېې ددموکراتانو خلاف وکړ، که موږ ېې مخه ونه نیسو، نو بله ورځ ېې د جمهوري غوښتونکیو خلاف کوي. "

د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا ژمنه چې غواړی له سره اړیکی ښې کړي د کانگرس د دوه گوندي اقداماتو له امله زیانمنیدلای شی.

په همدې ترڅ کې د امریکا پوځ د جنوري په ا تمه لوړه وکړله چې په اروپاکې پرمختللي او پېچلي نظامی تمرینات پیل کاندي چی د روسېې د تجاوز مخه ونیسی.

د هوايي قواو ډگر جنرال، ټیم رې، پدې اړه وویل، ".. داقواوې چې دلته دي چی دروسیې د حکومت د بې ثباته کولو د هغو هڅو په وړاندې چې په اوکراین کې ېې کوي مستقیم ځواب دی. "

ډگر جنرال ټیم رې ووېل دامریکا 70 زره قوه په اروپا کې له نویو ستونزوسره ځان برابروي.

په ختیځه اروپا کې د امریکا او ناټو ځان چمتوکول په نوې توگه دامریکا د استخباراتو له هغه رپوټ نه څو ورځې وروسته پیل شول چې پرروسیه ېې تور ولگاوه چی ویلادی میر پوټین

دداسې هڅو امر کړی و چی د 2016 کال په انتخاباتو کې دموکراته هیلري کلنټن بې اعتباره کړی شی څو له جمهوري خواه ډانلډ ټرمپ سره په انتخاباتو کې مرسته وشي. خوروسیې دغه تور په دوامدار ډول رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG