د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان دیني عالمان :د داعش په ضد ودریږئ


د بغلان علما وایي داعش زیاتره دیني عالمان په نښه کوي
د بغلان علما وایي داعش زیاتره دیني عالمان په نښه کوي

په بغلان کې دیني عالمانو د امام اعظم په نامه د مدرسې او جومات د پرانستنې په مراسمو کې پر خلکو غږ وکړ چې باید د داعش په ضد له افغان حکومت او سیمه ییزو افغان ځواکونو سره مرسته وکړي، دغو علماو ویل چې داعش د خلکو او علماو تر منځ مذهبي او قومي بې اتفاقۍ ته کار کوي او غواړي د سیمې علماء په یوه او بل نامه ووژني.

دوي دا هم ویل چې داعش له ګاونډو هیوادونو څخه تمویلیږي او په افغانستان کې د جګړې پراخول غواړي.

دغو دیني عالمانو دا هم ویل چې باید د داعش د له منځه وړلو لپاره کار وشي او په مشرقي ولایتونو کې مخه ونیول چې نورو ولایتونو ته خپاره نه شي.

مفتي محمد نعمان د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: (( داعش له کومې خوا تمویلیږي او چیرته لیږل کیږي له کومې خوا تقویه کیږي زه ترې ویره نه لرم، دوي مغرض خلک دي د خارجیانو په لمسه کار کوي د خلکو تر منځ اختلافات رامنځ ته کوي چې مثالونه یې زیات دي.))

ددغو علماو زیات ټینګار په دې و چې د داعش له خوا دیني عالمان وژل کیږي او مذهبي اختلافاتو د را منځ ته کولو لپاره کار کوي.

دوی ادعا کوله چې د داعش د ډلې زیات کارونه د اسلام سره په ټکر کې دي او خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره په سیمه کې خلک او علماء په ډلو ټپلو ویشي، دغو علماو هر یو په خپلو خبرو کې د اتفاق خبره وکړه چې باید هیڅوک یې تر منځ درز پیدا نه کړي.

یو بل دیني عالم مولوی عظیم د خپل منځي اتفاق خبره وکړه او ویی ویل چې ټول مسلمانان وروڼه دي او باید د داعش او نورو ډلو له خوا د بې اتفاقۍ ښکار نه شي: (( مسلمانان ټول یو تر بله وروڼه دي نور خلکو په خپلو مذهبونو کې څومره پرمختګ کړې مونږ هم که ږیره لرو او که بې ږیرې یو باید په اتفاق و اوسو.))

د بغلان دیني عالمان وروسته له هغې د یوې مدرسې د پرانستې په غونډه کې د داعش پر خلاف ویناګانې کوي چې په بغلان کې د داعش د طرفدارو د پيدا کیدو اوازې خپرې شوي دي.

د کندوز یو تن اوسیدونکی زاهد هیوا وايي چې په شمال ختیځو ولایتونو کې د داعش ډله فعالیت نه شي کولای هغه وايي: (( تروریستي ډلې که هرڅوک وي خلک د ځان تابع کول غواړي او په ولس کې د ویرې اچولو لپاره چاودنې کوي او د ټولو هغو ډلو د له منځه وړولو لپاره کار کوي چې ددوي ګټو ته خطر پیښوي. علماء او روڼ اندې ډلې باید یو نظر ورکړي او خلک باید له ځان سره ملګري کړي چې د خلکو طرفدارې ترې واخیستل شي.))

په بغلان کې اوازې خپرې شوي چې دغه ولایت ته د داعش د ډلې طرفدارو پيدا شوي دي خو د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري وايي چې دوي ته تر اوسه هیڅ داسې راپور نه دی رسیدلی چې په دغه ولایت کې دې د داعش په نامه کومې مخالفې وسله والې ډلې فعالیت پیل کړی وي.

XS
SM
MD
LG