د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: یوازې ولس کولی شي بدلون راولي


د جمهور رئیس براک اوباما د خدای پامانۍ په وینا کې د خلکو نه وغوښتل چې د بدلون لپاره دې لاس یو کړي
د جمهور رئیس براک اوباما د خدای پامانۍ په وینا کې د خلکو نه وغوښتل چې د بدلون لپاره دې لاس یو کړي

ښاغلي اوباما خپله د خدای پامانۍ وینا د شیکاګو په ښار کې په هماغه ځای کې وکړله چې اته کاله مخکې پکې د لومړي تور پوستي امریکایي جمهور رئیس په توګه په انتخاباتو کې د هغه د بري اعلان وشو.‌

اوباما د وینا په پیل کې ځینې هغه مهمې لاسته راوړنې یادې کړلې چې د هغه د جمهوري ریاست په اته کلنې دورې کې شویده. هغه د بیلګې په توګه د کیوبا سره د دیپلوماتیکې اړیکو پیل کول، د یوې مرمې د وارولو پرته د ایران د اتومي پروګرام بندول، د القاعده د شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن وژل او د شاوخو شلو میلیونو امریکایانو لپاره د صحي بیمي مهیا کول د خپلې دورې ځینې مهمې لاسته راوړنې یادې کړلې.‌

جمهور رئیس اوباما پخپلو خبرو کې وویل چې بدلون او د ټولنې ارښتونه یوازې په هغه صورت کې ساتل کیدلی شي چې " د ټولنې عادي خلک یې وغواړي‌، په ګډه کار وکړي او خپل ځان پکې شریک وګڼي.‌"

ښاغلي اوباما وویل چې په راتلونکو لسو ورځو کې به په سوله ایزه توګه واک منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وسپاري لکه جمهور رئیس بوش چې ده ته سپارلی و.

اوباما وړاندې وویل چې متحده ایالات د ځمکې پر سر تر ټولو " غښتلی، غني او محترم هیوا دی دیٔ خو زیاته یې کړه چې دغه ارزښتونه یوازې په هغه صورت کې ساتل کیدلی شي چې "مونږ خپله دیموکراسي وساتو، په سیاست کې مو د خلکو اخلاق څرګند شي، او د خپلو ګټو او سیاسي ګوندونو سره د تړاو پرته د ګډ هدف لپاره کار وکړو."

د ټولو لپاره اقتصادي فرصتونه

جمهور رئیس براک اوباما وویل چې " که د ټولنې ټول غړي اقتصادي فرصتونه حس نکړي.‌ زمونږ دیموکراسي هم کار نه ورکوي. "اوباما وویل چې د هغه د جمهوري ریاست په دورې کې اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی، د خلکو معاشونه او ورځنی مزد ډیر شوی، غربت کم شوی او روغتیایي بیمه دومره ټیټه شوې چې په تیرو پنځوسو کالونو کې ساری نلری"

ښاغلي اوباما وویل که چېرته هر څوک د روغتیایي بیمې لپاره داسې سیستم جوړ کړي چې "زمونږ د پرمختګونو نه ښه وي، زه به یې په عامه توګه ملاتړ وکړم. "

جمهور رئیس اوباما وویل چې د جمهوري ریاست د دورې په ختمیدو سره یې د خدمت دوره پای ته نه رسیږي بلکې د خلکو سره ژمنه وکړله چې په ګډه به کار کوي. اوباما وویل چې د امریکا د ولس خدمت یې " د ژوند تر ټولو غوره ویاړ دی.‌

ښاغلي اوباما د خپلې میرمنې او لورګانو نه هم مننه وکړله. اوباما خپله میرمن میشل اوباما د خپل ژوند تر ټولو ښه "ملګرې" یاده کړه او زیاته یې کړه چې د "ټول ولس په تا ویاړي."

XS
SM
MD
LG