د لاس رسي وړ اتصالات

نژدې یوملیون عراقیان د جګړې په سیمو کې ګیر پاتې دي


د موصل په ختیځ کې یو شمیر خلکو د جنوري په ۱۱ ځنې کمکونه ترلاسه کړل
د موصل په ختیځ کې یو شمیر خلکو د جنوري په ۱۱ ځنې کمکونه ترلاسه کړل

په عراق کې د ملګروملتونو یو جګپوړي مقام د چهارشنبې په ورځ وویل چې د موصل ښار په لویدیځه ساحه کې لاهم ۷۵۰ زره ملکیان بند پاتې دي. دا سیمه د داعش په واک کې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو منتظمې لیزه ګرانډ د اربیل ښار نه د ویدیويي کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې د تیری میاشتې د محاربوي عملیاتو وروسته د موصل د ختیځ اتیا سلنه ساحې د عراقي ځواکونو په کنترول کې دي.

همدا وضعیت ددی سبب شوی چې ملګري ملتونه خپل کمکونه نزدې نیم ملیون خلکو ته ورسوي.

آی.او.ام وایي د داعش ضدعملیاتو د پیل راهیسې، ۱۴۰ زره خلک بی ځایه شوي
آی.او.ام وایي د داعش ضدعملیاتو د پیل راهیسې، ۱۴۰ زره خلک بی ځایه شوي

تیرکال به عراق کې د نظامي عملیاتو او یاغي بریدونو او حملو له امله د شپاړس زرو ډیر ملکي خلک ووژل شو. دا موندنې د عراق د ملکي خلکو د زیان ثبتولو یوې ډلې د پنجشنبې (جنوري ۱۲) په ورځ په خپل کلني راپور کې خپرې کړي.

عراقي ځواکونو د موصل په شمالي ساحو کې د نورو لښکرو سره یوځای د پنجشنبې (جنوري ۱۲) په ورځ د داعش جنګیالي د ښار جنوب ختیځو څڼډو ته وشړل.

برټ مکګورک په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو لپاره د واشنګټن استازی دی او وایي د عراقي ځواکونو د حمایت لپاره يي د هغوئ د هوايي حملو ترڅنګ د روزنې او مشورې ورکولو همکاري هم وکړه. برټ په تویټر پاڼه لیکلي چې ددی عملیاتو په وجهې د داعش ډله په سیمه کې ډیره کمزروې شوې ده.

امریکایي او عراقي نظامیان وایي نوي تکتیکونو چې د شپې عملیات، د انتحاري موټر بمي حملو په مقابل کې منظمه دفاع، او په مختلفو جبهو کې د اردو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږئ زیاتیدلو په شمول د داعش په وړاندې روان عملیات او کوششونه کامیاب کړل.

XS
SM
MD
LG