د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي د ملي گټو په خاطر مالي گټو نه تېر شول


ټاکل شوې وه چې د افغانستان د کرکټ دوه مشهور لوبغاړي محمد نبي او محمد شهزاد د فروري د میاشتې په نهمه نیټه پیلدونکو د پاکستان په تجارتي کرکټ سیالیو پي ایس ایل برخه واخلي، خو دا چې د پاکستان سوپر لیگ سیالۍ او د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم راتلونکې لوبې چې زمبابوې سره ې لري،په یو وخت کې کیدونکي دی، نو دواړو لوبغاړو خپل ملي ټیم سره پاتې کیدو ته فوقعیت ورکړی او د پاکستان سوپر لیگ مسولینو ته ېې خبر ورکړی چې دوي د خپلو ملي غوښتنو او گټو په خاطر د پاکستان په تجارتي سیالیو کې گډون نشي کولی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې محمد نبي عیسی خیل او شهزاد محمدي د ملي لومړیتوب پر بنسټ د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې ګډون نه کوي. یاد ملي لوبغاړي د زمبابوې پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د سیالیو له امله چې یو ملي لومړیتوب دی، په یادو سیالیو کې ګډون نه کوي او د لیګ له مسؤلینو یی مننه کوي چی دوی دغو سیالیو کې ټاکلي ول. دواړه افغان ملي لوبغاړي اوس مهال د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې پر تمریناتو بوخت دي.

د پاکستان سپوپر لیگ سیالۍ چې په دویم ځل هم پاکستان کې د امنیتي مشکلاتو له کبله متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي او د افغانستان دوه لوبغاړي محمد نبي او محمد شهزاد د دې سیالیو په دوه ټیمونو کویټه گلیډیټر او پیښور زلمي کې د یو لړ امتیازاتو په بدل اخیستل شوي ،د ملي گټو په خاطر مالي گټو نه تیر شول.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې تمرین په مهال
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې تمرین په مهال

تېر کال د محمد نبي د کویټې په ټیم که وه او ډیر ښه ځلیدلی و ،هغه وخت هم محمد نبي د پي ایس ایل وروستۍ سیالۍ د اسیا جام د غوراوي په سیالیو د افغانستان دپاره د لوبیدو په غرض نیمه پریښې وې.دغو سیالیو محمد نبي د لاهور خلاف سیالۍ کې د کویټې ټیم ته بری په برخه کړی و.

د افغانستان دریو ملي لوبغاړي محمد نبي ،محمد شهزاد او راشد تېر کال د بنگله دیش په تجارتي سیالیو کې لوبیدلي وو او د غوره لوبغاړو جایزې ېې هم گټلې وې.

افغان لوبغاړو محمد شهزاد او محمد نبي په مختلفو وختونو کې مرکو کې ویلي چې دوي ته د هیواد گټې د خپلو گټو نه ډیرې مقدمې دي او هر کله چې ملي ټیم ته ضرورت وي نو دوي به خپلو گټو نه تیریږي او لوبو ته به حاضریږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي ټیم به فروري کې د زمبابوې په لور ځي او هلته به د فروري له اوولسمې نه تر شپږ ویشتمې د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد سره پینځه یو ورځنۍ سیالۍ کوي.

افغانستان کال ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کې هم د زمبابوې سره د سیالیو لړۍ یا سیریز درلوده او دواړه ځل ېې زمبابوې ته ماتې ورکړې.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG